په ژوندی پڼه خپرونه
    سعودي عربستان د نفتو بیې راغورځولې دي

    سعودي عربستان د نفتو بیې راغورځولې دي

    © Fotolia/ Ded Pixto
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5310

    د نفتو بازار یوځل بیا منفي بڼه غوره کړې ده. د بیو د ثبات ټولې هڅې له نوو او نوو خنډونو سره مخامخ کیږي. دا ځل خبرونه له سعودي عربستان نه رارسیږي، چیرې چی د نفتو ملي کمپنۍ Saudi Aramco د دریمې میاشتې په ترځ کی پرله پسې تخفیفونه زیاتوي.

    د نفتو د ترټولو مشهورې نوعه Arab Light به په آسیايي بازارونو کی د ۹ میاشتو په بهیر کی په ترټولو ټیټه بیه پلورل کیږي. د نفتو ډیر سپک ډولونه Extra Light او Super Light به په جون کی په لاډیره ارزانه بیه وپلورل شي.
    کارپوهان وایي چی سعودیان بله چاره نه لري، ځکه چی نورو هیوادونه، له هغې جملې عراق او ایران، په فعاله توګه خپل صادرات آسیايي بازارونو ته زیاتوي.
    سربیره پردې، سعودي عربستان خپل صادرات زیاتوي. د دې کار لپاره به په راتلونکي کال کی د سره سمندرګي په غاړه کی د موجیز د بندر د عصري کولو چاري پیل شي. تر عصري کیدو وروسته دغه هیواد په ورځ کی تر ۱۵ میلیونو بیرله نفت صادرولی شي چی له موجودو امکاناتو دوه ځله زیات دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی