په ژوندی پڼه خپرونه
    په روسیه کی د سایزمیکي اکتشاف لپاره اتمی اوبتل جوړیږي

    په روسیه کی د سایزمیکي اکتشاف لپاره اتمی اوبتل جوړیږي

    © Photo/ Public Domain
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 22 0 0

    تر اوبو لاندې سایزمیکي اکتشاف لپاره د اتمی اوبتل جوړیدل په ۲۰۲۰ کال کی په پام کی دي. په دې هکله د سمندري تخنیک د طراحی د مرکزې بیرو «روبین» سرطراح افګني توپوروف خبر ورکړ.

    اوبتل په څومتري سنسري وزرو سنبال دی چی تر اوبو لاندې طبقو د لسګونو مترو د څیړلو توان لري او همدارنګه کولی شي تراوبو لاندې سیمې دری بعدي ماډل جوړ کړي.
    د توپوروف په وینا، د دې ډول اتمي اوبتل بیه له جنګي اوبتل نه په سلو کی ۶۰ کمه ده، ځکه چی د هغه په دننه کی د وسلو ځای پرځایکول نه دي اټکل شوي.
    اوبتل کولی شي تراوبو لاندې په ځمکنیو طبقو کی هایدروکاربني مواد او د نورو ګټورو موادو کانونه کشف کړي او د روسیې سمندري ځواکونو ته ګټور معلومات ورکړي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی