په ژوندی پڼه خپرونه
    طالبان د تاجکستان پولو ته یو جدی ګواښ دي

    طالبان د تاجکستان پولو ته یو جدی ګواښ دي

    © Sputnik/ Vitaliy Belousov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2510

    دتاجکستان دپوله ساتونکی ځواک مسئولانو له افغانستان سره د دغه هیواد په پولو کې په امنیتی وضیَعت داندیښنې په څرګندولو سره پر پوله ایزو سیمو د سرحدی ځواک دکنټرول دښه کولو خبر ورکړ.

    دتاجکستان او افغانستان د دووهیوادونودهمپولې سیمې په توګه په بدخشان ولایت کې دامنیت دتامینولو په ضرورت دتاج پوله ساتی ځواک دچارواکو ټینګار په داسې شرائطو کې دی چې تیره اونۍ دتاجکستان له اشکاشیم سیمې سره دپولې په ۳۵کلومیټرۍ کې دافغانستان په بدخشان ولایت کې د زیباک ولسوالۍ مرکز طالبانو ډلې نیولی دي.
    داسې وضعیّت چې عملا ئې طالبان دتاجکستان پولو ته او البته دمینځنۍ آسیا دهیوادنو جغرافیائی پولو ته ورنیږدې کړی اوپه دغو سیمو کې دافغان طالبانو دمورچلو دپیاوړتیا لامل شوی دی.
    واقعیّت دا دی چې دمنځنۍ آسیا د جمهوریتونو په پولو کې دافغانستان دطالبانو دشتون اړخونه او موخې ، تر ډیره حده د هیوادونو په سرحداتو کې دناکراریو له رامنځته کیدا او یا دسیمې جمهوریتونو ته دافراطی او تکفیری ډلو دغړو له نفوذه لازیاتې دی.
    اندیښنه داده چې دپخوانی شوروی اتحاد له امنیتی پلوه دخورا ډیر زیات کمزوری هیواد یا کړۍ په توګه دتاجکستان په څیر جمهوریتونه، له داسې تل پآتې ناکراریو اوبې ثباتیو سره مخامخ شی چې لکه اوس ورسره افغانستان لاس اوګریوان دی
    دطالبانو پر ضد دافغانستان دپولیسو دکم اغیزو عملیاتو په خاطر دتاجکستان دملی امنیت د پوله ساتی کمیټې ویندوی محمد جان خواجه یف څرګندونې ، د همدې خبرې تائید دی.
    زیاته اندیښنه په دې ده چې طالبان له تاجکستان او دمنځنۍ آسیا له نورو جمهوریتونو سره په ګاونډیو سیمو کې دخپلو مورچلو اومرکزونو په ساتنې سره په آسانۍ سره د سیمې امنیت ګواښوی ، په تیره بیا دا چې د افغانستان بدخشان او تاجکستان د شاه سلیم سترې ل لارې دپاکستان له چترال سره ګډه پوله لری اودغې خبرې، سیمې ته له پاکستانه دافراطی ډلو نفوذ اندیښنې زیاتې کړی دی. داسې وضعیت چې البته په افغانستان کې دبې ثباتۍ په زیاتیدونکی ریښه لری.
    د کمپونو ، دپوځی روزنې دمرکزونو ، سلاکوټونو او د وسلو او چاودیدونکوتوکو د ورکشاپونو په جوړولو کې دطالبانو تحریک اوخوځښتونه هم دمنځنۍ آسیا په هیوادونو کې دچارواکو دامینتی اندیښنو ځینی برخې دی.
    که د طالبانو او نورو افراطی ډلو له خوا د دغو سیمو دکلیوالو او په پوله کې داوسیدونکو ځورونې اواذیت کول په نظر کې ونیول شی ، نوهغه وخت ویل کیدای شی چې دغه چلندونه عملا دمنځنۍ آسیا د هیوادونو د ملی پولوا وسرحداتو په چوکاټ کې دامن دغو هیوادنو دحکومتونو تسلط له چیلنج سره مخامخ کوی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی