په ژوندی پڼه خپرونه
    په استانه کې د سوریې په هکله خبرو اترو کې د وسله والو مخالفینو ۱۹ استازي برخه اخلي

    په استانه کې د سوریې په هکله خبرو اترو کې د وسله والو مخالفینو ۱۹ استازي برخه اخلي

    © AP Photo/ Sergei Grits
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6710

    په استانه کې د سوریې په هکله خبرو اترو کې د وسله والو مخالفینو په پلاوي کې ۱۹ استازي شامل دي. په دې هکله خبر د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت د رسنیزو چارو ددفتر مشر انوار ژایناکوف کړې دي.

    ژایناکوف وویل:« په استانه کې د سوریې په هکله خبرو اترو کې د وسله والو مخالفینو ۱۹ استازي برخه اخلي».

    له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی وو؛ چې د مای د میاشتې په ۲ نېته استانې ته د خبرو اترو لپاره د وسله والو مخالفینو ۱۶ تنه استازي راغلي دي. د سوریې د وسله والو مخالفینو د پلاوی مشري د «جهیش الاسلام» د ګوند  داستازي محمد الوش په غاړه ده».

    نن په استانه کې د نړیوالو خبرو اترو څلورم پړاو پيل شو، د سبا لپاره عمومي غونډه په پام کې نېول شوې ده. په دې تړاو مشورو لپاره د تضمین کوونکو (د روسیې، د ترکیې او د ایران) پلاوي او همدارنګه د ملګرو ملتونو، داردن، د امریکا دمتحده ایالاتو، د سوریې د حکومت او د سوریې د وسله والو مخالفینو د مرکچي پلاوي استازي هم برخه لري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی