په ژوندی پڼه خپرونه
    د چین د بهرنیو چارو وزارت: چین او افغانستان نیت لري له تروریزم سره په مبارزه کی همکاری پیاوړې کړي

    د چین د بهرنیو چارو وزارت: چین او افغانستان نیت لري له تروریزم سره په مبارزه کی همکاری پیاوړې کړي

    © Sputnik/ Eduard Pesov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7 0 0

    چین او افغانستان نیت لري له تروریزم سره به مبارزه کی همکاری ټینګه کړي او همداشان سیمه ایز امنیت وساتي. ډا ټکۍ د چین د بهرنیو چارو د وزارت په خبر کی ذکر شوی دی.

    د دغې خبر له مخې، د چهارشنبې په ورځ په پیکن کی د چین د بهرنیو چارو د وزیر وان اي او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال حکمت کرزي کتنه تر سره شوه.
    وان اي وویل:«چین نیت لري له افغانستان سره په لوړه سطحه تماسونه وساتي، په (اړیکو کی) د «یوې لړی — یوې لارې» د ستراتیژۍ ګډ تحقق عمده وګرزوي، نیت لري هراړخیزه عملي همکاري پراخه او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کی همکاري ټینګه کړي». د نوموړي په خبره، چین همدارنګه نیت لري له افغانستان سره د ستراتیژیکې انډیوالی په اړیکو کی نور پرمختګ تر لاسه کړي.
    حکمت کرزي به خپل وار له خپل چینايي همکار څخه د افغانستان د سوله ایزې بیارغونې په خاطر د داسې ارزښتمن ملاتړ په خاطر مننه وکړه. د ده په وینا، افغانستان نیت لري د «یوې لړی — یوې لارې» د ستراتیژۍ په تحقق کی فعاله برخه واخلي، د چین، افغانستان او سیمې له ګډ پرمختګ سره مرسته وکړي.
    د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل:«افغانستان نیت لري د «ختیځ ترکستان» او نورو ترورستي ځواکونو سره په غوڅه مبارزه وکړي، د دواړو هیوادونو او سیمې له امنیت او ثبات څخه دفاع وکړي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی