په ژوندی پڼه خپرونه
    بهرني پوځي ځواکونه کېدای شې په سوریه کې په خوندي زونونو کې ځای پرځای شي

    بهرني پوځي ځواکونه کېدای شې په سوریه کې په خوندي زونونو کې ځای پرځای شي

    © Sputnik/
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 114 0 0

    په استانه کې د سوریې په هکله دغونډې ګډونوالو لخوا د زونونو د جوړولو په هکله د جوړې شوې هوکړې د مسودې له مخې ویل کېږي؛ چې کېدای شي، بهرني ځواکونه د خوندي زونونو په شاوخوا کې ځای پرځای شي. په دې هکله خبر د پنجشنبې په ورځ د "Kommersant" ورځپاڼې ورکړی دی.

    ورځپاڼه په دې هکله د سند له مخې کاږي:" د روسیې چارواکي هيله لری، چې سبا به په آستانه کې د سوریې په هکله د خبرو اترو نوي پړاو کې، چې د روسیې سر بېره د دوو نورو منځګړو هیوادونو د ترکیې او ایران استازي هم په کې برخه لري، د خوندي سیمو د جوړولو په هکله د هوکړه لیک مسوده لاسلیک شي. په ځانګړې توګه بهرني ځواکونه کولای شي د خوندي سيمو په شاوخوا کې سرحدي کرښې ته څیرمه ځای پرځای شي".

    په ورځپاڼه کې د خبر له مخې ویل کېږي؛ چې په سوریه کې د اوربند د رژیم د پلېکېدو ضامن د روسیې، ترکیې او د ایران هیوادونه دي. وړاندیز شوی چې دغه خوندي زونونه به د ادلیب په ولایت کې د حمص په شمال کې، د ګوتا په ختیځ او د سوریې په جنوب کې جوړ شي. په سند کې دا "د مخالفو ډلو تر منځ د بريدونو د مخنيوي لپاره"د خوندي زونونو په نوم یادې شوې سیمې دي.

    ورځپاڼې یادونه کوي؛ چې د عربي او انګليسي نسخو له مخې په بشپړه توګه څرګنده نه ده، چې خبره د کومو هېوادونو په هکله ده، سره له دې چې د ضمانت کوونکو هیوادونو په توګه د روسیې، ترکیې او ایران نومونه په ګوته شوي خو په هغوی کې ددې پرځای د "ناظرو هیوادونو" خبره شوې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی