په ژوندی پڼه خپرونه
    سعودي شهزاده :جګړه ايران ته لېږدوو

    سعودي شهزاده :جګړه ايران ته لېږدوو

    © AP Photo/ Hassan Ammar
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 91421

    د سعودي پاچا زوی محمد بن سلمان وایي موږ به دې ته انتظار نه کوو چې جګړه تر سعودي ورسېږي، بلکې جګړه ايران ته لېږدوو.

    سعودي پاچا زوی، محمد بن سلمان چې د دغه هېواد د دفاعي چارو وزير هم دی، په تازه مرکه کې ويلي دي چې هېواد به يې د ايران پراختيا موندونکي سياست پر وړاندې ودرېږي او هېواد يې پوهېږي چې دا د ايران د نظام موخه ده.
    محمد بن سلمان دغه څرګندونې له سعودي خبري چينل سره د داوود شريان په نامه ژورنالېست سره يوه مرکه کې کړي دي. هغه ويلي دي چې جګړه به ايران ته لېږدوي.
    دغه سعودي چارواکي ويلي دي چې ايراني نظام پر يوه تونده ايديالوژۍ ولاړ دی چې دا يې اساسي قانون کې او د خميني لارښوونو کې ريښه لري. د هغه له نظره د ايراني نظام اراده دا ده چې پر ټوله اسلامي نړۍ د جغفري مذهب واکمني رامنځ ته کړي.
    محمد بن سلمان زياته کړې ده چې دې ته انتظار نه کوو چې جګړه تر سعودي ورسېږي، بلکې جګړه ايران ته لېږدوو. هغه زياته کړې چې ستونزمنه ده چې ايران دې خپل دغه هدف پرېږدي، نو دغه نظام بايد له داخل څخه له منځه لاړ شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی