په ژوندی پڼه خپرونه
    د کولمبیا اوسیدونکې د حرص له کبله ۹ زره ډالره خوړلي دي

    د کولمبیا اوسیدونکې د حرص له کبله ۹ زره ډالره خوړلي دي

    © Fotolia/ ElenaR
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 44 0 0

    د کولمبیا اوسیدونکې د ډالرو ۹۰ سل ډالري بانک نوټونه خوړلي، څو هغوی له خپل پخواني میړه سره ونه ویشي. په دې هکله د سانتاندیر د ډیپارټمنټ څارنوالۍ خبر ورکړی.

    ۲۸ کلنې میرمنې ۹ زره ډالر چی د ګډ ژوند په زمانه کی یې سپما کړي وو، خوړلي دي. په نتیجه کی هغې د مرستې په خاطر ډاکټرانو ته مراجعه کړې وه چی د هغې له ګیډې یې غیرمعمولي خواړه راوایستل.
    میرمنې شکایت کړی چی یوازې پنځه نیم زره ډالر جوړ پاته دي او تقریباً یوه دریمه برخه پیسې له منځه تللې دي. په څارنوالۍ کی یې خبر ورکړ چی د دغې میرمنې پرخلاف اعتراض نه لري، ځکه چی پیسې د پخوانۍ جوړې د یو شمیر ملکیتونو د پلورلو په نتیجه کی په قانوني توګه ترلاسه شوې دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی