په ژوندی پڼه خپرونه
    پنتاګون په سوریه کې پر جومات د برید پخلی کړی

    پنتاګون په سوریه کې پر جومات د برید پخلی کړی

    © Photo/ David B. Gleason
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 98 0 0

    دامریکا مرکزي قومانداني د څېړنو وروسته دې پایلې ته رارسېدلې، چې د مارچ د میاشتې په ۱۶ نېټه د امریکا هوايي ځواکونو په سوریه کې د الجین په سیمه کې په یوې ودانۍ چې د جومات یوه برخه وه، بمباري کړې ده.

    په دې هکله خبر سي ان ان د پینتاګون ددوو رسمي استازو په حواله ورکړی دی.

    څېړنو په ډاګه کړه، چې دغه ودانۍ، چې د هوايي بريد لاندې راغلې وه، پخوا د مذهبي موخو لپاره هم کارول کېده.

    د یادولو وړ ده، چې امریکایي پوځيانو پر هغو ودانیو چې د مذهبي موخو لپاره، د روغتونونو او ښوونځيو په توګه کارول، کېږي، پر بریدونو بندیز لګولی دی.

    په ورته وخت کې، که تایید شي، چې دغه ودانۍ د تروریستاو لخوا کارول کېږي، نو کېدای شي چې د نوملړ څخه چې بمباري ور باندې منع ده، وویستل شي.

    دې ته په کتو سره، په دې هکله چې ایا دغه ودانۍ په کوم حالت کې وه، څه ویل شوي نه دي.

    د مارچ د میاشتې په ۱۷ نېټه د امریکا مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی وو، چې"د هوايي برید موخه جومات نه، بلکې هغه ودانۍ وه، چې په کې د جګړه مارانو غونډه وه."

    له دې بیا وروسته پنتاګون وویلي وو؛ چې په سوریه کې د يو هوايي برید په پایله کې په لسګونو تنه جګړه ماران له منځه وړل شوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی