په ژوندی پڼه خپرونه
    په لرې ختیځ کې د امریکا له لوري د روسیې د بندرونو کنټرول به د جګړې د اعلان په مانا وي

    په لرې ختیځ کې د امریکا له لوري د روسیې د بندرونو کنټرول به د جګړې د اعلان په مانا وي

    © Sputnik/ Maksim Blinov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16410

    په لرې ختیځ کې په پریموریا کې د امریکا له لوري د روسیې د بندرونو د کنټرول چې د امریکا د قانون له مخې پوځي سناریو هم په کې شامله ده، د جګړې د اعلان سره برابره ده. په دې هکله څرګندونې د روسیې د مشرانو د جرګې د نړیوالو چارو د کمېټې مشر کنستانتین کوساچوف د «ریا نووستي» آژانس سره د مرکې پر مهال کړې دي.

    څه موده مخکې، د امریکا کانګرس پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول. د کانګرس په سند کې په ځانګړې توګه په لېرې ختیځ کې د روسیې د بندرونو د کنترول امکان هم په پام کې نېول شوی دی. دا لايحه د مشرانو جرګې لخوا د تصویبېدو وروسته باید د امریکا د ولسمشر له خوا لاسليک شي.

    "کاساچیف په دې هکله وویل: "زه هیله لرم، چې دا مسووده به هيڅکله عملي نه شي، ځکه چې ددغه قانون له مخې د امریکا سمندري بېړیو ته حق ورکوي، په جبري توګه ټولې بېړۍ کنترول کړي. د کنترول دغه ډول سناریو د پوهاوي وړ ځکه نه ده، چې دا د جګړې اعلان په مانا ده."

    د سناتور په وینا؛«امریکایان هڅه کوي، چې په هر ډول چې وي، خپل قانون د نړیوال قانون پر تله غوره څرګند کړي»، «او دا اوس د نړیوال قانون او د نړیوالو اوسنیو اړیکو اساسي ستونزه ده».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی