په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیې ته د اسد او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د یوه د غوره کولو وړاندیز وشو

    لوروف او تیلرسون د سورئي د کړکيچ د کمولو په اړه خبري وکړي

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4801

    دامريکا متحده ايالاتو د بهرنيوچارو وزير د روسيي د بهرنیو چارو له وزير سره د جمعي په ورځ په تيلفوني خبرو اترو کې د سورئي دروان کړکيچ څخه د خلاصون پر لارو چارو خبري وکړي.

    «دامريکا او دروسيي د بهرنیو چارو وزيرانو تيلرسون او لاوروف د تیلفوني خبرو اترو په ترځ کې د سورئي د روانو شخړو د کمولو پر هڅو ټينګار وکړ» — دامطلب دروسيي د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلی دي. د يادولو وړ ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د روسيي د بهرنیو چارو وزير سره په راتلونکې غونډه کې په پام کې لري چې د شخړو په کمولو کې د امريکا متحده ايالاتو اوروسيي د رول په اړه خبري وکړي. او سياسي حل لارې موندنې دپاره د ژنيو د خبرو څخه ملاتړ کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی