په ژوندی پڼه خپرونه
    د ارجنټاین به پلازمینه کی یو ډګر د روسیې په ویاړ نومول شوی

    د ارجنټاین به پلازمینه کی یو ډګر د روسیې په ویاړ نومول شوی

    © Sputnik/ Maria Plotnikova
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    د روسیې ډګر د ارجنټاین په پلازمینه کی راپیدا کیږي، د قانون اړونده مسوده تصویب شوې او د بونیس آیریس د قانون جوړولو د مجلس په سایت کی خپره شوې ده.

    د دغه سند سره سم، د روسیې ډګر به د بلګرانو په سیمه کی د لا-پامپا، کاستانییدا، ولانتین السینا او دراګونیس د کوڅو ترمنځ پارک وګرزي چی د بونیس آیریس یوه معتبره سیمه ده.
    د قانون مسوده د وطنوالو د شورا په نووښت تصویب شوی دی. په دې هکله د «ریا نووستي» آژانس ته د شورا رییس سیلوانا یرمولیوک خبر ورکړ. د هغه په قول، شورا د روسیې په نامه د ښار د یوه ډګر د نومولو نووښت لومړی ځل پنځه کاله مخکی وړاندې کړی وو.
    د روسیې په نامه د ډګر نومول د ښار په چارو کی د روسانو د ټولنې له زیاتې برخې اخیستو او د دواړو هیوادونو د اړیکو له ټینګیدو سره مرسته کوي. د کارپوهانو د معلوماتو له مخې د پخواني شوروی اتحاد او روسیې څخه د راغلو شمیر په ارجنټاین کی دری سوه زرو کسانو ته رسیږي او دا په جنوبي امریکا کی د روسي ژبو تر ټولو لویه ټولنه ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی