په ژوندی پڼه خپرونه
    د اوکراین اردو: له هرو سلو ټانکونو څخه یوازې دوه فعال دي او یو ډزې کولی شي

    د اوکراین اردو: له هرو سلو ټانکونو څخه یوازې دوه فعال دي او یو ډزې کولی شي

    © AP Photo/ Markiv Mykhailo, Pool
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 21010

    د اوکراین د اردو استازي په هغه غونډه کی چی د دفاع او امنیت مسالو ته وقف شوې وه، په هیواد کی د جنګي تخنیک او وسلو د نمونو پر ځینو تولیدوونکو انتقاد وکړ.

    د military-informant.com پارتل د خبر سره سم، د اوکراین د وسله والو ځواکنو د ځمکنیو قوتونو د لوژیستیکي قوماندانی کفیل ایوان ولوخ د زیات شمیر ستونزو په هکله اعلان وکړ چی د اوکراین د اوکراوبارون پروم د کانسرن د ډیرو نوو زرهپوښونو BTR-4E، «مولوت» او KBA-48 او همدارنګه د افتوکراز د تولیدشوو باروړونکو موټرو څخه د کاراخیستو په وخت کی څرګند شوي دي.
    له دې جملې، د ولوخ په خبره، د هاوانو نواقص په انساني تلفاتو تمامیږي. او BTR-4E د ۲۰۱۶ کال په پوځي لاریون کی ځان د ډیر ستونزمن تخنیک په توګه وښود. ولوخ، سربیره پردې وویل چی د زیات شمیر تخنیکي خرابیو له کبله د افتوکراز په لسګونو موټرونه غیرفعال پاته شوي دي.
    د روسیې د پلیخانوف د اقتصاد د پوهنتون د سیاست پیژندنې او ټولنپیژندنې د ډیپارټمنټ استاد پوځي سیاست پوه الکساندر پیرینجییف باور لري چی د اوکراین د وسله والو ځواکنو استازي د داسي اعلامیې په څرګندولو، لږ ترلږه، دوه موخې درلودې.
    سیاست پوه الکساندر پیرینجییف د سپوتنیک له رادیو سره په مرکه کی وویل:«دې کار زه لږڅه حیران کړم. رسمي چارواکي تل په دې هکله پټه خوله پاتیدل.، هغه څه چی دوی یې اوس په دې هکله وایي — زه دلته دوه ټکي بیلولی شم. لومړی دا چی د اوکراین په وسله والو ځواکنو کی په مشرتابه کی په دې پوهیږي چی ولې تخنیک بې کیفیته دی: د بودجوي پیسو غلا روانه ده او سرتیري او افسران د معاملې په وسیله بدل شوي، د هغوی په ژوند او روغتیا هغه کسان سوداګري کوي، څوک چی د وسلو او تخنیک په تولید بوخت دي. او لوړ پوځي — سیاسي مشرتابه ته د دغه ټکي د رسولو هڅه کوي. دوهم ټکۍ دا دی چی محاربوي دنده ټاکل کیږي او وایي — «موږ تاسې په تخنیک تامین کړي، نو مخ په وړاندې»، خو، په اصل کی، د جګړې کولو لپاره کوم څه نه شته. او زما په نظر، د دغو ستونزو درک د داسې علني تبصرو سبب ګرزیدلی دی».
    سیاست پوه په عین حال کی دغه ټکي ته پاملرنه راوګرزوله چی کییف بیا هم د ډیر نوي تخنیک او وسلو د تولید په هکله اعلان کوي. هغه د کییف د چارواکو څرګندونې د شمالي کوریا د مشرتابه له اعلامیو سره مقایسه کړې.
    پوځي سیاست پوه په پای کی وویل:«دا لکه د «دریو شوالیو» په فلم کی — وبه وايی چی موږ څلور کسه وو. وبه وايی چی سل ټانکونه وو — خو د هغوی له جملې یوازې دوه فعال وو او یوه ډزې کولی شوای. زه دا — اوکرایني تبلیغ بولم. خو، له بله پلوه، موږ دا د شمالي کوریا په مثال کی وینو. هلته هم هیڅ ډول لویې نتیجې نه شته، زما مقصد په کلي توګه د اقتصاد په برخه او د هیواد د ټولنیز — اقتصادي وضعیت په برخه کی پرمختګ دی. خو هلته تل هڅه کوي وښيي چی هیواد څرنګه نوې وسلې او تخنیک جوړوي او حتی فضا ته مصنوعي سپوږمی استوي. خو موږ اورو چی هلته پرله پسې کوم څه چوي، یعنې دا ټولو جعلي خبرونو ته ورته دي. په اوکراین کی هم ورته څه دوام لري. خو معلومه نه ده چی ولې شمالي کوریا ته پاملرنه کیږي او د اوکراین په اړوند باور لري چی هرڅه ښه دي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی