په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ: په سویډن کې یو سړی د صدارت ودانۍ ته د ننوتلو دهڅې وروسته نېول شوی

    رسنۍ: په سویډن کې یو سړی د صدارت ودانۍ ته د ننوتلو دهڅې وروسته نېول شوی

    © Sputnik/ Vladimir Astapkovich
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 58 0 0

    د سویډن امنیتي چارواکو یو سړی چې هڅه یې کوله، د صدارت ودانۍ ته ننوځي، نېولی دی. د Expressen رسنۍ د خبر له مخې پېښه نن ورځ د مسکو په وخت په ۱۱ بجو را منځ ته شوې ده.

    پولیسو خبر ورکړی، چې دغه سړی ددولتي ودانۍ پر ساتونکو د برید او په ټولنه کې د ګډوډیو د رامنځ ته کولو په تور نېول شوی دی.

    د صدارت د رسنیزو چارو په دفتر کې ددغه خبر پخلی کړی دی.

    د یادونې وړ ده، چې د مای د میاشتې په ۲ نېټه په سویډن کې پر سرحدي کنترول د جدي څارنې قانون، چې ددې هیواد په پلازمینه ستهکولم کې پر خلکو مخامخ لارې ورغلې وه، تصویب او نافذ شوی وو، لغوه شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی