په ژوندی پڼه خپرونه
    په جرمني کې د امریکا وړاندیز چې سوریې او عراق ته سرتیري ولېږي، څېړل کېږي

    په جرمني کې د امریکا وړاندیز چې سوریې او عراق ته سرتیري ولېږي، څېړل کېږي

    © Flickr/ Philipp Antoni
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42 0 0

    د جرمني چارواکي د امریکا د هغه وړاندیز څېړنه کوي، چې له مخې بې جرمني باید په سوریې او عراق کې په پوځي عملیاتو کې د غربي ټلوالې سره په رسمي توګه برخه واخلي. په دې هکله څرګندونې د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت رسمي استازي مارتین شیفر کړې دي.

    نوموړي څرګنده کړه؛ چې له دې مخکې د وزیرانو شورا دداسې وړاندیز سره خپل مخالفت څرګند کړی وو. خو اوسمهال هم د امریکا په اداره کې د بدلونو او هم په سوریه او ایران کې په حالاتو کې د بدلونونو سره په دې تړاو هم بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

    د «تاس» خبري آژانس د خبر له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر خبر ورکړی؛ چې په دې تړاو پریکړه به د مای د میاشتې په ۲۵ نېټه د ناټو په غونډه کې ونېوله شي.

    له دې مخکې پینتاګون په سوریې او عراق کې د صلاحیتونو د پراختیا پخلی کړی وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی