په ژوندی پڼه خپرونه
    په استونیا کې د روسیې یو وکړی د جاسوسۍ په تور په پینځه کاله بند محکوم شوی

    په استونیا کې د روسیې یو وکړی د جاسوسۍ په تور په پینځه کاله بند محکوم شوی

    © Fotolia/ Niroworld
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 801

    د سپوتنیک خبری آژانس راپور له مخی، د استونیا محکمه روسي وکړی، ۳۰ کلن آرتیم زینجینکا د روسیې د پوځي استخباراتو سره د همکارۍ په تور په پینځه کاله بند محکوم کړی.

    د استونیا د څارنوالۍ د مطبوعاتي دفتر په وینا، زینجینکا په ۲۰۰۹ کال کې د روسیې د پوځي استخباراتو له خوا استخدام شوي. نوموړی د ۲۰۱۳ کال څخه د استونیا په خاوره کې د ملي امنیت مرکزونو، د هېواد د ملی اردو د پوځي تجهيزاتو په اړه معلومات راټول.

    زینجینکا راټول شوی معلومات د تیلیفون په وسيله د روسیې د پوځي استخباراتو کارکوونکو ته ورکول، سربیره پر دی نوموړی څو ځله د روسیې د پوځي استخباراتو کارکوونکو سره د کتلو په موخه پیتربورګ ښار ته سفر کړی وو.

    زینجینکا د روسیې تبعه دی، خو د ۲۰۱۳ کال راهيسې په استونیا کې د اوسیدلو اجازه لری. 

    اړیکه ټینګوونکی:

    آیا د استونیا تبعه د روسیې د پوځیانو پرخلاف د ناتو په دستور جاسوسي کوله؟
    په استونیا کې د ناټو د چتک غبرګون ډلې د ځای پر ځای کېدو لړۍ پيل شوه
    استونیا ته د امریکا د پوځ درنی وسلی ورسیدلی
    استونیا ته د tommy کنډک استول کیږي
    په استونیا کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی