په ژوندی پڼه خپرونه
    مرکل د پوتين سره د می د دوهمي نیټي د خبرو اترو په اړه پروشنکو ته معلومات ورکړل

    مرکل له پوتين سره د می د دوهمي نیټي د خبرو اترو په اړه پروشنکو ته معلومات ورکړل

    © AFP 2017/ Odd Andersen
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 51 0 0

    د المان صدراعظمي انګلامرکل د اوکراين د ولسمشر پيترو پروشنکو سره په تيلفوني خبرو اترو کې په روسيه کې د مي په دوهمه د خپلو خبرو اترو د پايلو په اړه خبر ورکړ .

    میرکل د می په 2 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې،« فدرالي چانسلرپه روسيه کې د خپلو خبرو اترو د پايلې په اړه چې د می پر دوهمه تر سره شوي د اوکراين ولسمشر ته معلومات ورکړل». د دواړو هيوادونو مشرانو د دونباس د امنیتي وضعي په اړه چې د مينسک د امنيټي تدبيرونودلومړيتوب برخه ده خبري وکړي. « داوکراين ولسمشر يادونه وکړه چې د می په ۹ نيټه په اشغالي خاوره کې د هرډول تخنیکي وسایطو ښکاره کول د «رسم ګذشت» په پلمه د منلو وړ نه دی. پروشنکو او ميرکل داروپا دامنیت او همکارۍ سازمان حمله او ددوی په کارونو کې سيستماتيک خنډونه وغندل ، دوی د اپريل په ۲۳ مه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان پر ګزمي د حمله کوونکو د مسئولو کسانود تحقيق او سزا پر اهمیت ټينګار وکړ. دواړو خواو د يرغمل شوو کسانو په خوشي کولو ټينګار وکړ».د ۲۰۱۴ کال داپريل په مياشت کې د اوکراين چارواکو د لو هانسک او د انيڅک په ځانبولو خپلواکو جمهوريتونو پوځي عملیات ترسره کړل دغو دوو جمهوريتونو په اوکراين کې د 2014 کال فبرورۍ مياشت کې د یوې کودتا وروسته د خپلواکۍ اعلان وکړ. د ملګرو ملتونو د احصايي له مخې تر اوسه پورې د دواړو خوا په نښتو کې تر ۱۰ زره تنوزيات کسان وژل شوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی