په ژوندی پڼه خپرونه
    تیلرسون رد نه کړه چې امریکا ته د لاوروف سفر ښايي د اړیکو د ښه کولو يوه نښه وي

    تیلرسون رد نه کړه چې امریکا ته د لاوروف سفر ښايي د اړیکو د ښه کولو يوه نښه وي

    © Sputnik/ Ramil Sitdikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5501

    د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير رکس تیلرسون مستثنی نه کړه چې واشنګټن ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف سفر کولای شي د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه والي يوه نښه وي.

    مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي وه چې تيلرسون او لاوروف به د می په 10 په واشنګټن کې سره وګوري او د سوریې او اوکراین په اړه به خبرې وکړي. ددوشنبي په ورځ ژورنالستانو ته په زړه پورې وه او دتیلرسون څخه ئې پو ښتنه وکړه واشنګټن ته د لاوروف سفر کیدای شي چې د امریکا او روسیې تر منځ د اړیکو د ښه والي يوه نښه وي؟ ټيلرسون په ځواب کې وويل «موږ به وګورو». په ابریل کې تيلرسون له روسيي څخه لیدنه وکړه اوپه ترځ کې ئې د روسي دولسمشر ولاديمیر پوتين او د بهرنيو چارو وزير سره ئي په مربوطو مسئلو خبري وکړي. همدا اوس په نیویارک کې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارووزارت مرستيال توماس شانون او دروسيي د بهرنیو چارو مرستيال وزير سرگئی ریابکوف ترمنځ غونډه جوړه شوی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی