په ژوندی پڼه خپرونه
    د «الشباب» ډلې د سوماليا په مرکز کې د چاودنې د مسئوليت ادعا کړي ده

    د «الشباب» ډلې د سوماليا په مرکز کې د چاودنې د مسئوليت ادعا کړي ده

    © REUTERS/ Feisal Omar
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    د «الشباب» افراطې اسلامي ډلې وسله والو د سومالیا په پلازمینې موګادیشو کې د چاودنې مسوولیت منلی دی. دغه چاودنه نن ددوشنبي په ورځ وشوه. دامطلب سپوتنيک د رويترز اژانس له قوله ورکړی دي.

    د دوشنبې په ورځ، یوه موټر بم د ایټالیا کافې ته نږدې والوزول شو دغه سيمه د موګاديشو په مرکز کې ده. درويترز د معلوماتو له مخې پنځه تنه وژل شوي خو ځينې نورې رسنۍ د لسو تنو تلفاتو خبر ورکوي. په سوماليا کې د «الشباب» په نامه ترهګره ډله فعاليت کوي، چې د هېواد د مرکزي حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي او د ملګرو ملتونو د بشري فعالیتونو مخنیوی کوي. دغه ډله په 2008 کال کې د يوه تروريستي سازمان په توګه د امریکا په تورلست کې شامله شوی ده. اوبنديزونه پرې لګول شوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی