په ژوندی پڼه خپرونه
    د پاريس پوليسو داورګاډو تمځی کې عمليات پای ته ورسول

    د پاريس پوليسو داورګاډو تمځی کې عمليات پای ته ورسول

    © Sputnik/ Irina Kalashnikova
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5310

    د پاريس په شمال اورګاډې سټيشن کې د پوليسو عمليات چې د شپي له خوا پیل شوي وه ، پای ته ورسيدل. د امطلب د پاريس پوليسو په توييتر پاڼه کې راغلي دي.

    «تفتش پای ته رسيدلی اوو ضعيت بيرته عادي حالت ته راګرځيدلی دي».دامطلب د پوليسو په راپور کې ويل شوی دي. د پوليسو يوه وياند جوانا پريميوريت وائي چې دغه عمليات د «شک د ليري کولو» په موخه تر سره شوي دي او هيڅوک نه دی نيول شوي.دامطلب اسوشيتيد پرس اژانس ورکړی دي. د پوليسو د کار دپايلو په اړه معلومات نشته. د شپي په لومړيو کې خبر ور کړ شو چې پوليس د پاريس په شمالي ستيشن کې عمليات پيل کړي دي. د ريانووستي اژانس سره په مرکه کې د پولیسو استازي د عملياتو تائيد کړی دي خو ددغه عملياتو د لاعاملونو په اړه ئې د تبصري څخه ډډه وکړه. فرانسوي رسنۍ وائي چې پوليس د درو خطرناکو کسانو په لټه کې دي چې په لوړ سرعت اور ګاډې کې له والنسین ښار څخه پاريس ته راځي. د شنبي په ورځ د فرانسي د ملي پوليسو استازي ريانووستي اژانس ته ویلي چې د فرانسي د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې درې تنه تيار شوي چې ترهګرۍ بريد تر سره کړي. په دغو دروتنو کې دوه تنه د بلجيم د هېواد هريو ال مارکوري ، طارق جادون اودريم کس د افغانستان تبعه ذبيع الله سروري دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی