په ژوندی پڼه خپرونه
    روسي کارپوه: د چین پانګې اچونې پاکستان ته ایکالوژیکي ګواښونه نه رامنځ ته کوي

    روسي کارپوه: د چین پانګې اچونې پاکستان ته ایکالوژیکي ګواښونه نه رامنځ ته کوي

    © AFP 2017/ FAROOQ NAEEM
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42210

    په پاکستان کی د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژې په چوکاټ کی د ډبرو د سکرو د بریښنا د ستیشنونو په جوړولو کی د چین پر پانګو اچونو انتقادونه کوي. په دې هکله د مې په ۳ نیټه د رویتر آژانس د خپلواکو کارپوهانو په حواله خبر ورکړی.

    د روسیې د علومو د اکاډمی د ختیځ پیژندنې د انستیتوت کارپوه سرګې کامینوف د سپوتنیک آژانس ته وویل چی دا موضوع بې بنسټه ده او پر پروژې د انتقاد لپاره جدي دلیل نه دی غوره شوی. هند د کشمیر د مسالې له کبله د چین — پاکستان د همکاری عمده مخالف دی.
    رویتر لیکي، خپلواک کارپوهان د ډبرو د سکرو د بریښنا له ستیشنونو سره د پاکستان د حکومت په مینه او په دغه برخه کی د چین د پانګو اچونو څخه په هرکلي انتقادونه کوي. د اسلام آباد د اطلاعاتي تخنالوژیو د انستیتوت — Comsats، کارپوه سیدجواد شهزاد عقیده لري چی دا ډول ستیشنونو د سکرو د غازونو د خپریدو لوری او ایکالوژیکي ویجاړی چټکوي. آژانس د پاکستان د انرژی د تجدید وړ او الترناتیفو منابعو د اتحادیې د اجرائیه سکرتر میر احمدشاه نظر نقل کړی. هغه وویل:« موږ واقعاً هم د ډبرو د سکرو د بریښنا مضرو ستیشنونو ته د حکومت په تمایل نه پوهیږو، په داسې حال کی چی هیواد کولی شي په میلیونونو میګاواټه د لمر، باد او اوبه بریښنا تولید کړي».
    سرګې کامینوف باور لري چی پر ایکالوژي د ډبرو د سکرو د بریښنا د ستیشنونو د فشار مساله — دا سراسري نړیواله ستونزه ده، خو په هیڅ صورت د چین — پاکستان د اقتصادي پروژې د تحقق خنډ نه ګرزي. هغه خپل نظر، له هغې جملې، د پاکستان د رسنیو
    سرګې کامینوف وايی:«ما حتی وکولی شوای د پاکستان ننۍ ورځپاڼې هم وګورم. د پاکستان په مطبوعاتو کی په دې هکله یوه کلمه هم نه شته. دا له دې کبله نه چی هغوی دا موضوع نه څیړي. دا تر دې اندازې کوچنی موضوع ده چی کولی شو هغو ته اهمیت ورنه کړو. په پاکستان کی له ذغالو د بریښنا د انرژی د تولید لپاره په ناچیزه حجم کار اخیستل کیږي. د تخار په سیمه کی واقعاً هم د ډبرو د سکرو لوی کان شته. هغه استخراجیږی، خو په پاکستان کی د بریښنا د تولید لپاره د هغه اهمیت ډیر کم دی. له همدې کبله د ایکالوژیکی انډول د ویجاړیو خبره نه شي مطرح کیدلی. په پاکستان کی داسې وګړي نه شته چی د چین — پاکستان د اقتصادي همکاری د پروژې له موضوع څخه ناجایزه ګټه واخلي او د هغه په هکله تبلیغاتو ته لمن ووهي. ټول پاکستان د چین — پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژه کی د چین د ۶۲ میلیاردو ډالرو د پانګې اچونې له نووښت څخه ډیر خوښ دي. زه باور لرم چی دواړه لوري به له دې پانګې اچونې ګټه واخلي».
    ۳۳ میلیارده ډالره د انرژی په ۱۹ پروژو کی لګول کیږي. د هغوی له جملې تقریباً ۱۵ میلیارده ډالره — د ډبرو د سکرو د بریښنا د لسو ستیشنونو په جوړولو لګیږي. په عین حال کی هم چین او هم پاکستانی لوری د بریښنا د انرژی د استحصال د بیلانس تنوع او هوا ته د مضرو غازونو پر خپریدو د جدی کنترول ضرورت ته پاملرنه کوي. د پاکستان د پلان جوړولو، انکشاف او اصلاحاتو فدرالي وزیر احسان اقبال د چین په پانګه اچونو کی د ډبرو د سکرو د بریښنا په ستیشنونو د «شنو» پلانګذاریو په واقعیت باور لرې. هغوی به د مضرو غازونو د کمولو له ډیرو پرمختللو تخنالوژیو څخه چی په چین او نورو هیوادونو کی کارول شوې، کار واخلي. وزیر باور لري:«د سکرو وروستي ستیشنونه به، د غاز د بریښنا د ستیشنونو په شان پاک وي».
    په پاکستان کی د چین سفیر سون ویدون څه موده مخکی څرګنده کړه چی د ډبرو د سکرو د بریښنا ستیشنونه د هغو پروژو یوازې یوه برخه ده چی چین د اقتصادي دهلیز په چوکاټ کی له هغو د پانګې اچونې په وسیله ملاتړ کوي. سفیر وویل، چین په عین ترتیب له پاکستان سره د انرژی د تجدید وړ منابعو څخه په کاراخیستو او انرژیتیک بیلانس کی د لمر او باد له ډیر لوی پوتنسیال څخه په استفاده کی ملاتړ کوي. هغه خبر ورکړ چی د تجدید وړ انرژی په برخه کی د لمر پارک، د بریښنا څلور بادي او د اوبو دری ستیشنونه د چین د ۷،۵ میلیاردو ډالرو پانګې اچونې په ارزښت په پام کی دي.
    له دی سره سره، په پاکستان کی د ډبرو د سکرو د بریښنا پر ستیشنونو انتقادونه د چین پرخلاف نه دي متوجه. همداشان د پاکستان له مرکزي حکومت سره د تحریک انصاف د اپوزیسیون ګوند اختلافونه هم د اقتصادي دهلیز پر مساله اثر نه کوي. په عین حال کی د اپوزیسیون انتقادکوونکي وايی چی له دغو پروژو ترټول زیاته ګټه د پنجاب ایالت ترلاسه کوي او د نورو ایالتونو ګټې قرباني کیږي. په دغه برخه کی ترټول زیات زیان د خیبیر — پشتونخوا ایالت ته متوجه دی. عمران خان چی پر مرکزي حکومت انتقادونه کوي، په عین حال کی د چین — پاکستان اقتصادي دهلیز عالی ارزوي. عمران خان عقیده لري چی دا پروژه د پاکستان وروسته پاته سیمو ته بی مثاله چانس برابروي.
    کارپوه سرګې کامینوف عقیده لري چی هند د دغې پروژې واقعي مخالف دی.
    کارپوه وايي:«د هند لوری د چین — پاکستان د اقتصادي دهلیز له جوړولو زیات ناراضي دی او زیاته اندیښنه لري، ځکه چی هغه د جمو او کشمیر له لانجمنې سیمې تیریږي. هندی لوری د چین — پاکستان له همکاری سره هیڅ علاقمندی نه لری. هغه هرڅه چی په وس کی لري، له هغې جملې په سیاسی سطحه، تر سره کوي، څو د دغې پروژې او د هغې د تحقق مخه ونیسي».
    د چین د بهرني اقتصاد او سوداګری د انستیتوت د نړیوال کیدو او عصری کیدو د مرکز کارپوه وان چژیمین په دې نظر دی چی په پاکستان کی انتقادي نظرونه د چین — پاکستان د پروژې پر بریالیتوب اغیزه نه شي کولی.
    کارپوه وايی:« د چین — پاکستان اقتصادي دهلیز — یو له شپږو ورته پروژو څخه دی چی د «یوې لړۍ، یوې لارې» په چوکاټ کی یې جوړول په پام کی دي. دا همدارنګه «مخکښه» او «تجربوي» پروژه ده. د چین د ولسي جمهوریت صدر شي جینپین په عمومي توګه دا پروژه د «۴+۱» په نامه یادوي ۱- دا د چین — پاکستان اقتصادي دهلیز دی. ۴- دا د اقتصادي شبکې جوړول، انرژیتیکه همکاري، صنعتي پارکونه او د ګوادر بندر دي. له هغې جملې، د ډبرو د سکرو د بریښنا ستیشنونه — دا د انرژیتیکې همکاری ډیرې مهمې موسسې دي. پاکستان د بریښنا د انرژی له کمبود سره مخامخ دی او دا د خلکو پر ټولنیزه وضعه او د هیواد پر اقتصاد اغیزه کوي، له همدې کبله د انرژی په برخه کی د چین — پاکستان همکاري ډیره مهمه ده. فکر کوم چی دا رټل شوي غږونه هرومرو لویدیزه منشا لري، ځکه چی داسې هیوادونه شته چی د چین او پاکستان د همکاری مخالف دي. د اوږدې مودې د لرلید له نظره، د دغي پروژې د تحقق له کبله د ایکالوژی په هکله اندیښنه بې بنسټه ده، ځکه چی هغه د چاپیریال ساتنې او ایکالوژی مسالو ته لوړه پاملرنه هڅولی شي. دا پروژې باید په هراړخیز ډول دوام وکړي او دا اندیښني باید د همکاری د زیاتیدونکې اړتیا خنډ ونه ګرزي».

     

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی