په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: په سترې هیواد ساتونکې جګړه کې د خلکو سرخندنې او اتلولي هیریدلای نه شي

    پوتین: په سترې هیواد ساتونکې جګړه کې د خلکو سرخندنې او اتلولي هیریدلای نه شي

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17010

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: په سترې هیواد ساتونکې جګړه کې د خلکو سرخندنې او اتلولي هیریدلای نه شي. په دې هکله خبر د «ریا نووستي» خبري آژانس ورکړی دی.

    د بري د ورځې د ۷۲ کلیزې په ویاړ د جشن د مراسمو پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپله وینا کې وویل:«مونږ به هیڅ کله دا هیره نه کړو چې د اروپا آزادي او په ټوله نړۍ کې سوله زمونږ نیکونو او غور نیکونو تر لاسه کړې ده. دغه بری مارشالانو او پوځي پرسونل، ملیشه او سرتیرو، مشرانو او کشرانو، زړو او کوچنیانو، د بېلابېلو ملیتونو، مسلکونو خلکو تر لاسه کړې ده. دوی ټول ددوهمې نړیوالې جګړې دډیرې اوږدې آزموینې نه د ډیرې میړانې او صبر سره راوتي دي».

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر د بري په لاس ته راوړلو کې د خلکو د اتلولی یادونه وکړه او وې ویل؛«خلکو په فابریکو او روغتونونو کې د خوب او دمې پرته کار کړ، په ټانکونو کې سوځېدل او په جبهو کې د خپلو ملګرو د ساتنې په لاره کې د یخ له کبه مړه شوي دي».

    د روسیې ولسمشر وویل:«نن مونږ د هغو خلکو، د زامنو، لورانو، مېندو او پلارونو، نیکونو او غورنیکونو، ښځو، خویندو، ورونو ، خپلو خپلوانو او ملګرو په یاد ددرناوي سر ټیټوو چې د جګړې له ډګر نه ژوندي راستانه شوي نه دي او زمونږ سره نشته». د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغوی په یاد د یوې دقیقې د چپتیا اعلان وکړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی