په ژوندی پڼه خپرونه
    روسي کارپوهان: د چین او شمالی کوریا ترمنځ ناندری پر بین الدولتي اړیکو اغیزه نه کوي

    روسي کارپوهان: د چین او شمالی کوریا ترمنځ ناندری پر بین الدولتي اړیکو اغیزه نه کوي

    © Sputnik/ Maria Frolova
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10601

    د چین او شمالی کوریا ترمنځ تبلیغاتي ناندری به زیاته پراختیا ونه مومي او د بین دولتي اړیکو په پیچلیتا نه تمامیږي. په امریکا کی زیاته خوښي کوي او فکر کوي چی هغوی چین په ګونډو کړی، خو داسې نه ده.

    پیکن له پیونګ یانګ څخه دیپلوماتیک ملاتړ، د توغندیو او ذروي پروګرام څخه له انتقادونو سره سره، نه دی کم کړی. د سپوتنیک له خوا پوښتل شوو روسي کارپوهانو د چین او شمالي کوریا په اړیکو کی د کوریا د تیلګراف د مرکزي آژانس له خوا پر پیکن د چین په مطبوعاتو کی د شمالي کوریا په هکله د منفي مقالو له کبله تر انتقاد وروسته داسې تبصرې کړی.
    په شمالي کوریا کی د چین په مرکزي ورځپاڼو کی په دې هکله خپرونو چی «د شمالي کوریا ذروي ځواکونه د چین ملي ګټو ته ګواښ رامنځ ته کوي»، د منفي غبرګون سبب شوی دي. سربیره پر دې، د کوریا د تیلګراف مرکزي آژانس وايي چی چینايی ورځپاڼو « د دوو ګاونډیو دولتونو ترمنځ د اړیکو د بدیدو مسوولیت پر پیونګ یانګ وراچولی دی». چینايي ورځپاڼو همداشان د شمالي کوریا پرخلاف د اقتصادی بندیزونو د سختولو غوښتنه کړې ده. د کوریا د تیلګراف مرکزي آژانس له چین څخه غوښتي چی د شمالي کوریا زغم دې نه آزمویي او سم ستراتیژیک انتخاب دې وکړي او هغه یې له امریکا سره په ګډه پر پیونګ یانګ د توغندیو او ذروي پروګرام څخه د لاس اخیستو په موخه په فشاراچولو تورن کړ.
    د روسیې د علومو د اکاډمی د ختیځ پیژندنې د انستیتوت کارپوه الکساندر وارونڅوف سپوتنیک ته وویل:« د شمالي کوریا او چین د رسنیو د ناندریو نوې څپه، طبعاً، د روسیې د اوسیدونکو، د شمالي کوریا او چین د ګاونډیانو او دوستانو د خوښۍ سبب نه شي ګرزیدلی».
    الکساندر وارونڅوف وايی:« ممکن، چین د یو ډول تاکتیکي مانورکولو په چوکاټ کی امریکا ته د اوضاع د ټول جدیت د ښودلو او پیونګ یانګ ته د کومو اضافي سیګنالونو د استولو پریکړه کړې وي. کومې دا ډول خصوصیت لرونکې مقالې په ټاکلو چینايی ورځپاڼو کی خپرې شوې دي. پیونګ یانګ، په ډاګه کړه چی د بهرني سیاست په برخه کی د خپلې خپلواکې سیاسي تګ لارې قدر کوي او دا چی نور به هیڅکله له چین څخه د اقتصادي مرستې غوښتنه ونه کړي چی واشنګټن د دغه کار ډیر هیله من دی. فکر نه کوم چی د تبلیغاتي ناندریو دا څپه به د بین دولتي اړیکو په پیچلیتا تمامه شي، ځکه چی هغوی ډیر لوری لري. فکر کوم چی دا پیښه به پراخ انعکاس ونه مومي».
    د لیرې ختیځ د انستیتوت کارپوه کنستانتنین اسمولوف واي چی د چین په مطبوعاتو کی پر دواړو لورو — هم پر شمالي کوریا او هم پر امریکا، نسبتاً سخت فشار او پیاوړی خبرداری لیدل کیږي.
    کنستانتنین اسمولوف وايی:« دا روښانه ده چی د شمالي کوریا دا نه خوښیږي. او دا هم روښانه ده چی چین اوس پر دوی سخت فشار راوړي او اعلانوي چی که چیرې شمالي کوریا ذروي آزمایښت تر سره کړي، نو چین به له بندیزونو سره یوځآی شي او دوهم دا چی ښايي هغوی ته د انرژی او سون د موادو استول بند کړي. دا وضعه امریکایان ډیر خوشحاله کوي. هغوی فکرکوي چی چین یې په ګونډو کړی، خو داسې نه ده. طبعاً شمالي کوریا د خفه کیدو لپاره دلیل لري. خو له دې سره سره شمالي کوریا، د ذروي آزموینو د پلانولو په صورت کی، یو لړ تیریدنو ته غاړه ایښې ده. چین د شمالي کوریا کوریا د دې نووښت څخه چی حاضر دی د امریکا او جنوبي کوریا د پوځي تطبیقاتو د بندولو په شرط له ذروي آزموینو لاس واخلي، په لوړه سطحه ملاتړ کړی. دغه ټکي ته باید پاملرنه وکړو چی ترامپ اوس هڅه کوي په فعاله توګه د چین مشري له داسې دریځ سره مخامخ کړي: ته د چا ملګری یې — زما یا د «خرس». چین په عین حال کی داسې لارې چارې لټوی چی له شمالي کوریا سره د دوستی او متقابلې مرستې تړون زیانمن نه شي. د چین له نظره، د شمالي کوریا کړه وړه دغه سند ویجاړوي، خو که چیرې شمالي کوریا خپل سیاست بدل کړي، نو چین به هم د مخالف لوری د هرعمل پرخلاف سخت غبرګون وښيی. له دې ټولو سره سره، د چین اعلامیې چی پر جنوبي کوریا انتقادونه کوي، له هغې جملې د THAAD په خاطر، حتی د پیونګ یانګ په پته تر انتقادونو سخت دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی