په ژوندی پڼه خپرونه
    «د نړیوال کیدو دریدل» - د نیولیبرالیزم الترناتیفونه تر عنوان لاندې کنفرانس

    «د نړیوال کیدو دریدل» - د نیولیبرالیزم الترناتیفونه تر عنوان لاندې کنفرانس

    © REUTERS/ Wolfgang Rattay
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8 0 0

    هغه نړیوال کیدل چی موږ یې تراوسه پیژنو، په بحران کی قرار لري. د «چاپیریال او انکشاف» د غونډې مشر یورګین ماییر دا عقیده څرګنده کړې ده. له دې بحران څخه د وتلو نووښتونه د سه شنبې په ورځ په برلین کی د «نړیوال کیدو دریدل – د نوي فعالولو مفکورې» تر عنوان لاندې کنفرانس کی وڅیړل شول.

    دا کنفرانس د جرمني د انجیل د آزادو کلیساوو «د نړۍ لپاره ډوډی» خیریه سازمان، د جرمنی د مسلکي اتحادیو ټولنې (DGB)، د «چاپیریال او انکشاف» غونډې (چی په ګډو سیمه ایزو سیاسي پروسو کی چی هدف یې پایدار انکشاف دی، د جرمني د غیرحکومتي سازمانونو فعالیت تنظیموي)، «ګرینپیس»، مختلفو صنعتي مسلکي اتحادیو IG Metall او په جرمني کی د کاتولیکي کلیساوو خیریه سازمان Misereor جوړ کړی وو.
    د «چاپیریال او انکشاف» د غونډې مشر یورګین ماییر له Sputnik سره په مرکه کی توضیح کړه چی په ډیرو زیاتو هیوادونو کی د آزادې سوداګری پخوانی سیاست په اوسنې وخت کی تر فشار لاندې قرار لري.
    یورګین ماییر وویل:« TTIP — د ترانس اتلانتیک د آزادې سوداګری او پانګې اچونې موافقه، درول شوې، د CETA — هراړخیزه اقتصادی او تجارتی موافقه — باید د اروپايي اتحادیی د ۳۷ هیوادونو د پارلمانونو تایید ترلاسه کړي — او لاتراوسه معلومه نه ده چی آیا دا کار به ممکن شي او که نه. او نورې موافقې — د مثال په توګه، له امریکا سره TPP — د آرام سمندر د حوزې د همکاری موافقه، رسماً لغوه شوې دي. ویلی شو چی نړیوال کیدل چی موږ یې تراوسه پیژنو، په بحران کی واقع دي. دا واقعیت چی تر اوسه دا په مشخصه توګه اصلاً د جروبحث د فضا د بدلولو په معنی وو او دا چی دا تقریباً د نړیوال اقتصاد په حقیقي بهیرونو اغیزه نه کوي — دا بله مساله ده».
    ماییر څرګنده کړه، د هغو کسانو شمیر، چا چی له دغو نړیوال کیدو ګټه ترلاسه کوله، نسبتاً زیات نه دی او د بایللو شمیر ډیر زیات دی. نړیوال رقابت — ټول د ټولو پرخلاف — جریان لري او دا په دې معنی دی چی د معاشونو فشار زیاتیږي او پر نرخونو فشار هم — د مثال په توګه، د کرنې پر تولید، فشار تر ډیره حده زیاتیږي. ماییر دا «د شرکتونو نړیوال کیدل» بولي.
    ماییر چی د جرمني د اقتصاد په وزارت کی د TTIP په هکله د کارپوهانو د شورا غړی دی وايي، د نیولیبرالي تنظیم ویجاړیدل دا خبره ثابتوي چی سیاستوال د هغو دندو له عهدې نه شي وتلی چی د هغوی په وړاندې قرار لري. په دې د ټاکنو د نتیجو له مخې پوهیدلی شو: بایلونکي نور د چارو له داسې وضعې سره موافقه نه کوي.
    مایر څرګندوي، د کارنړیوال ویش په خپل ذات بد څه نه دی، خو:«د سمارت فونونو نړیوال بازار بیله شکه مفهوم لري، خو آیا په دې اړوند موږ د شیدو نړیوال بازار ته اړتیا لرو؟ واضح ده چی نه. د الترناتیفونو ترمنځ توپیر چی موږ یې په خپل کنفرانس کی څیړو او هغه څه چی په «ستره شلګونه» یا په داووس کی په نړیواله اقتصادی غونډه کی پر هغوی بحث کیږي، په همدی کی دۍ».
    ماییر څرګندوی، په ټوله نړۍ کی د ناسیونالیزم وده لیدل کیږي. انګلستان له اروپايي اتحادیې څخه وتلو ته تیار دی او د امریکا نوی جمهور رییس حمایتي اقدامونه او د سرحدی کنترول سختول پلانوي. په زیات شمیر هیوادو کی له ښي اړخه ګوندونو ملاتړ زیاتیږي او د دې قصور، پر نورو مسالو سربیره، «د مترقي ګوندونو» پر غاړه دی چی د دوی په وړاندې د پرتو دندو له عهدې نه شي وتلی.
    ماییر وايی:« هغوی اکثراً داسې ښيي چی د داسې نړیوال کیدو مخالف دي، خو کله چی واک ته رسیږي — د مثال په توګه، ښاغلۍ څیپریس په یونان کی یا په سویدن او په لکسمبورګ کی د سوسیال دموکراتانو او «شنو» ایتلاف — هغوی په ناڅاپي توګه له هرڅه سره موافقه کوي.
    او زیات شمیر خلک له دې ناراضي دي — زما په عقیده، دا کاملاً عادلانه ده. په دې توګه سوسیال — دموکراتانو ته، ترټولو دمخه، لازمه ده چی په دې هکله پوښتنه مطرح کړي چی ولې کارګره طبقه نن په داسې فعاله توګه ښي اړخه عوام غولوونکي غوره کوي. دا د سوسیال — دموکراتانو له سیاسي ماتې سره تړاو لري».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی