په ژوندی پڼه خپرونه
    A rubber boat loaded of migrants is seen during a search and rescue mission in the Mediterranean Sea off the Libyan coasts, Italy, Tuesday, June 23, 2015At least 200 migrants are missing after their boats sank in the Mediterranean Sea on Wednesday, BBC reported citing UN refugee agency

    د مديترانې په سمندرګې کې د دوو کښتيو د ډوبېدو له کبله لا تراوسه ۲۵۰ تنه ترې تم دي

    © AP Photo/ Gregorio Borgia © AFP 2017/ ITALIAN NAVY
    1 / 2
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 34 0 0

    د مديترانې په سمندرګې کې ددو کښتيو د نسکورېدو له امله لا تر اوسه پورې ۲۵۰ تنه لادرکه دي.دامطلب د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په سايټ کې راغلی دي.

    لومړۍ کښتۍ تيره اونۍ د جمعي په ورځ ډوبه شوه، چې ۱۳۲ کسان پکې سپاره ول او ټول ډوب شول. په اغلب ګمان دغه کښتۍ د ليبيا په اوبو کې ډوبه شوي وي. د پیښي ځای ته د ژغورنې عمله ورغلل او ۵۰ تنه کډوال ئي ژوندي له اوبو راويستل. او ددغه کښتۍ ۸۲ نور کسان ترې تم دي. دوهمه پيښه ديکشنبي په ورځ د ليبيا په سواحلو کې رامنځته شوه. د ملګرو ملتونو نړيوال روغتيائي هيئت وائي چې د ليبيا ساحلي ساتونکود ډوبې شوي بيړي څخه يوه ښځي او ۶ نارينه وو ته نجات ورکړ. او ۱۶۳ مسافر ترې تم دي. ملګري ملتونه وائي چې ښائي هغوی ژوندي نه وي. د مهاجرت نړيوال سازمان راپور ورکوي چې په روان کال کې د بحر له لاري اروپا ته ۴۳ زره کډوال رسيدلي دي. دغه سازمان وائي چې د کال له پيل راهيسي اروپا ته د مديترانی له لاري د مهاجرينو له دلې څخه تر ۱۳۰۰ زيات کسان وژل شوي او ياهم ترې تم دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی