په ژوندی پڼه خپرونه
    ترامپ به پر سوریه د ګوزار په هکله په محکمه کی ځواب ووایي

    ترامپ به پر سوریه د ګوزار په هکله په محکمه کی ځواب ووایي

    Alan Crosthwaite
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    د بشر د حقوقو مدافعینو په امریکا کی د جمهور رییس دونالد ترامپ د ادارې پرخلاف پر سوریه د ګوزار په اړوند چی د اپریل په ۷ نیټه ترسره شوی وو، محکمې ته عریضه کړې.

    د «دموکراسی د دفاع» د ګروپ د استازو په نظر، ترامپ پر سوریه د توغندیو د ګوزار کولو لپاره قانوني بنسټ نه درلود: نه د امریکا د کانګرس او نه هم د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا اجازه او نه هم له ځانه د دفاع ضرورت نه وو موجود.
    د Sputnik آژانس د یادشوي ګروپ د یوه مشر جاستین فلورینس خبرې داسې نقلوي:«ځینې هیوادونه دا زغملی شي، کله چی د دولت رییس شخړه پرته له دې پیلوي، ترڅو قانوني بنسټونه وړاندې کړي، خو موږ نه».
    ترامپ د ګوزارونو ترسره کول پر دې بنسټ توضیح کړل چی دی، د اعلی سرقوماندان په توګه، په دې توګه د سوریې د چارواکو له خوا «په راتلونکی کی د کیمیاوي وسلې څخه د کاراخیستو نه» مخنیوی کوي.
    د اپریل په ۴ نیټه د سوریې اپوزیسیون د ادلب د ولایت د خان شیخون په ښار کی د کیمیاوي وسلي د استعمالولو د برید د ۸۰ قربانیانو او ۲۰۰ ټپیانو په هکله اعلان وکړ. هغوی د دغه برید تور او مسوولیت د سوریې د حکومتی ځواکونو او د هغوی د ملاتړو پر غاړه ورواچاوه. امریکا، د سوریې د پوځیانو د قصور د ثبوتونو له وړاندې کولو او څیړنو د ترسره کولو پرته، د سوریې د الشعیرت پر هوایي اډه د اپریل په ۷ ګوزارونه وکړل.
    د «دموکراسی دفاع» — غیرحکومتي او غیرتجارتي سازمان دی چی خپل هدف یې د امریکا د جمهور رییس او حکومت له خوا د قوانینو د مراعاتولو په خاطر مبارزه اعلان کړی.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی