په ژوندی پڼه خپرونه
    په جرمني کې دهیواد پر مشرتابه او پر کډوالو د برید لپاره چمتوالی نیول شوی وو

    په جرمني کې دهیواد پر مشرتابه او پر کډوالو د برید لپاره چمتوالی نیول شوی وو

    Boris Babanov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 108 0 0

    په جرمني کې د یو پوځي همکار د تروریستي برید د چمتو کېدو په تور نیول شوی دی. د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، شکمنو کسانو په پام کې درلوده، چې ددولت په لوړ پوړو او د وزارتونو په چارواکو بریدونه وکړي. څرګنده ده، د نیول شوي ۲۷ کلن ماکسیمیلیان بندي شوی دی.

    ټول درې تنه وو، چې دوه تنه یې ان لا په اپریل میاشت کې نیول شوي وو. شکمن کسان د سخت دریځۍ پلویان وو. په همدې ډول څرګنده شوې، چې نیول شوو کسانو په پام کې درلوده، چې د کډوالو په مرکز کې په کډوالو ډزې وکړي.

    د جرمني د فدرالي څارنوالې د رسنیزو چارو ددفتر مشرې کارلسروحي فراوکي کوهلر په دې هکله وویل:" تورنو د خپلو قربانیانو نومونه په یو نوملړ کې چې په څو برخو A، B، C او D وویشل شوی وو.  د بېلګې په توګه، په A برخه کې، د نورو تر څنګ د جرمني ولسمشر يوآخيم گاوک او د عدليې د چارو وزير حایکو ماس شامل وو".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی