په ژوندی پڼه خپرونه
    افغان سفیر حمدالله محب: کابل د افغانستان په هکله پر سیاست د نوي غورکولو په هکله د ترامپ له نیت نه خبر دی

    افغان سفیر حمدالله محب: کابل د افغانستان په هکله پر سیاست د نوي غورکولو په هکله د ترامپ له نیت نه خبر دی

    US Army / SPC Gul A Alisan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    کابل د افغانستان په اړوند د نوي سیاست د وړاندې کولو په هکله د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ له نیت نه خبر دی او د افغانستان له وسله والو ځواکونو د ملاتړ په هکله به د هرې پریکړې هرکلی وکړي، دا ټکی په واشنګټن کی د افغانستان سفیر حمدالله محب اعلان کړی.

    دمخه د NBC تلویزیون په پنتاګون کی د یوې سرچینې په حواله په افغانستان کی د پنځو زرو کسو په اندازه د امریکايي پوځیانو د شمیر د زیاتولو په هکله خبر ورکړی وو. په وروستیو څلورو کلونو کی په افغانستان کی د امریکايي پوځیانو شمیر له ۱۲۰ زرو کسو تر تقریباً ۹ زرو کسو کم کړی شوی. د امریکا د وسله والو ځواکونو د درستیزونو د آمرانو د متحدې کمیټې رییس جوزیف دانفورد په خپل وار ویلي چی امریکا تراوسه په افغانستان کی د قطعاتو د زیاتوالي په هکله پریکړه نه ده نیولې.
    په هغې خبرتیا کی چی په واشنګټن کی د افغانستان په دیپلوماتیکه نمایندګۍ کی خپره شوې، ویل شوي:«موږ خبر یو چی مشترکه اداري قومانداني به جمهور رییس دونالد ترامپ ته د افغانستان په هکله نوی سیاست وړاندې کړي».
    سفیر همداشان وویل چی موږ تل دا خبره کوله چی «د وسله والو ځواکونو شمیر باید د سوبمنې ستراتیژی په وسیله وټاکل شي». سفیر څرګنده کړه:«موږ به له تروریزم سره په روانه جګړه کی چی موږ ټولو ته ګواښ رامنځ ته کوي، د افغانستان له وسله والو ځواکونو د ملاتړ په هکله د امریکا د هرې پریکړې هرکلی وکړو».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی