په ژوندی پڼه خپرونه
    موګیریني وايی، اروپايي اتحادیه په سترقدرت بدله شوې چی د سولې او دموکراسی ته د رسیدو په لور هڅه کوي

    موګیریني وايی، اروپايي اتحادیه په سترقدرت بدله شوې چی د سولې او دموکراسی ته د رسیدو په لور هڅه کوي

    © AFP 2017/ Geoffroy Van Der Hasselt
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26 0 0

    اروپايي اتحادیه د خپل موجودیت په شپیتو کلونو په سترقدرت بدله شوې چی د سولې، امنیت او دموکراسی ته د رسیدو په لور هڅه کوي. دا ټکی د سه شنبې په ورځ د بهرنیو چارو او د امنیتي سیاست په برخه کی د اروپايي اتحادیې عالی کمیسارې فیدیریکو موګیریني د ملګو ملتونو د امنیت په شورا کی د وینا په ترځ کی څرګند کړ.

    موګیریني وویل:« د خپل تاریخ په ۶۰ کلونو کی موږ په ستر قدرت بدل شوي یو چی په اروپايي اتحادیه کی د سولې لپاره هڅه کوي او همدارنګه په سترقدرت چی سولې، امنیت او دموکراسی ته د رسیدو په لور تلاش کوي. موږ د نړۍ په هرګوت کی — له افغانستان څخه تر میانما، د پخلاینې له پروسو ملاتړ کوو».
    د هغې په وینا، اروپايي اتحادیه په ختیځ کی له انډیوالانو، د اوکراین په ګډون چی له هغه سره به د ویزې آسانه رژیم برقرار شي، فعال ملاتړ کوو او همدارنګه د افریقايی دولتونو له اقتصادې ودې سره مرسته کوو.
    لکه څرنګه چی موګیریني وویل، د اروپايي اتحادیې بنسټ ایښودونکو چی ۶۰ کاله پخوا یې همکاری ته له مخامختیا ترجیح ورکړه، د بشریت په ټول تاریخ کی د «سولې په برخه کی د ترټولو بریالی پروژې» طرحه کوونکي ګرزیدلي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی