په ژوندی پڼه خپرونه
    هند له دې کبله چې په پاکستان کې یو هندی د اعدام په سزا محکوم شوي، نړیوالې محکمې ته عارض شوی

    هند له دې کبله چې په پاکستان کې یو هندی د اعدام په سزا محکوم شوي، نړیوالې محکمې ته عارض شوی

    © REUTERS/ Peter Dejong
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 177020

    هند نړیوالې محکمې ته له دې کبله عارض شوی، چې د هند پخوانی پوځي چې د جاسوسۍ په تور محکوم شوی، د اعدام د سزا مخنیوی وکړي.

    د محکمې د رسنیزو چارو ددفتر د خبر پاڼې له مخې، هند د می د میاشتې په ۸ نېټه، د پاکستان پر وړاندې، د هند د یوه متقاعد پوځي کولبوشن سوهیر یادوا چې د اپریل د میاشتې په ۱۰ نېټه په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور د اعدام په سزا محکوم شوی، قضایي بهير پیل کړی دی. هند د حکم د تعلیق او که دا ښوونې نه وي نو د نړیوالې محکمې غوښټي، چې د پاکستان دغه حکم «د نړیوالو حقونو سرغړونې» په توګه یاد او هغه سمدلاسه ازاد کړي.

    د نړيوالې محکمې په خبر کې په دې هکله د پورته شوو ګامونو په هکله څه ویل شوي نه دي، خو هندي رسنۍ  خبر ورکوي، چې د محکمې مشر مشر روني ابراهيم د پاکستان لومړي وزير ته یو لیک استولي چې په کې له پاکستان نه غوښتنه شوې"داسې يوه لاره غوره کړي، چې د هندي له لوري د عریضې په تړاو ددغې محکمې د عملیکېدو هر ډول ښوونې پرېکړه ومني". د هندي رسنیو په باور دا په دې مانا ده، چې د مرګ د سزا حکم ودرول شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی