په ژوندی پڼه خپرونه
    ناتو په نژدې اونیو کی په افغانستان کی د غیرمحاربوي قطعاتو د زیاتولو په هکله پریکړه کوي

    ناتو په نژدې اونیو کی په افغانستان کی د غیرمحاربوي قطعاتو د زیاتولو په هکله پریکړه کوي

    © AFP 2017/ John Macdougall
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 80 0 0

    ناتو په نژدې اونیو کی په افغانستان کی د غیرمحاربوي قطعاتو د زیاتولو په هکله پریکړه کوي. په دې هکله د ناتو عمومي منشي یینس ستولتینبیرګ خبر ورکړ.

    ستولتینبیرګ په لندن کی ژورنالیستانو ته وویل:«موږ د مې په میاشت کی په کتنه کی پر دې د بحث کولو وړاندیز کوو چی موږ به څرنګه خپل کلکتیفي امنیت پیاوړی کړو… موږ له خپل پوځي مشرتابه څځه په افغانستان کی د څوزرو کسو په شمیر زموږ د حضور د پیاوړي کولو په هکله غوښتنه ترلاسه کړې، اوس موږ دا مساله څیړو او د راتلونکو څو اونیو په ترځ کی پریکړه نیسو».
    د ناتو عمومي منشي زیاته کړه:« محاربوي ماموریت ته به (په افغانستان کی) بیرته ستنیدل نه وي، هغه به بیا هم تمریني او کمکي چارو ته دوام ورکړي».
    د نوموړي په خبره، پر دې مساله به د ناتو په راتلونکې غونډه کی د مې په ۲۵ په مفصله توګه بحث وشي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی