په ژوندی پڼه خپرونه
    په چین کی یوه سړي په کوڅه کی په چاړه ۱۸ کسان ټپي کړي

    په چین کی یوه سړي په کوڅه کی په چاړه ۱۸ کسان ټپي کړي

    © REUTERS/ Petar Kujundzic
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13 0 0

    د چانچون په ښار کی چی د چین په شمال کی واقع دی، پنځوس کلن سړي په کوڅه کی په چاړه ۱۸ کسان ټپي کړي. په دې هکله The Economic Times خبر ورکړی.

    ویل شوي چی د ژوبل شوو کسانو ژوند ته هیڅ ګواښ نه شته. د بریدکوونکي وان یونوې (Wang Yunwei) د خپلوانو په خبرو، هغه دمخه د عقلي او عصبي ناروغیو د علاج په روغتون کی ترعلاج لاندې وو.
    اوس یونوې د پولیسو تر نظارت لاندې دی. پولیس د دغې پیښې د علتونو او وضعې د معلومولو په لټه کی دي.
    د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د چین په ولسي جمهوریت کی د ناریه وسلې لرل او له هغې کاراخیستل منعه دي. په وروستیو وختونو کی په هیواد کی د داسې وګړو بریدونه چی په چړو مسلح دي، زیات شوي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی