په ژوندی پڼه خپرونه
    په سوریه کې کردي ډلو د امریکا د پریکړې، چې وسلې ورکوي، هرکلی وکړ

    په سوریه کې کردي ډلو د امریکا د پریکړې، چې وسلې ورکوي، هرکلی وکړ

    © REUTERS/ Ari Jalal
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 72 0 0

    کردي ملیشه ځواکونو د امریکا د پریکړې چې له مخې یې کردانو ته د داعش تروریستي ډلې پرضد وسلې ورکړي، "تاريخي" نومولې او هرکلی یې کړی دی.

    د کردانو ملیشه ډلو استازي ریدور خلیل په دې تړاو د رویترز آژانس سره د خپلې مرکې پر مهال وویل: "موږ ډاډمن يو چې دې تاریخي پرېکړې وروسته به مونږ(د ملیشه ډلې)د ترهګرۍ سره مبارزه کې قاطع او مهم رول ولوبوي او دا بهیر به ګړندی او ډېر پياوړی کړي".

    د سې شنبې په ورځ څرګنده شوه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سوریه کې کردي ځواکونو ته چې د "اسلامي دولت" تروریستي ډلې سره جګړه کوي، د ترکیې د اعتراضونو سره سره د وسلو د ورکړې پلان منظور کړی دی.

    اوس مهال، "د سوریې ديموکراتيک ځواکونه" چې د کردانو پر بنسټ جوړ دي، په سوریه کې دداعش دډلې د «مرکز» د رقه ښار د محاصره کولو عمليات پر مخ بیايي.

    تر پرون پورې امریکا او د هغې متحدینو دیادې ډلې د استخباراتي او دپوځي روزنې په برخه کې مرستې او هوايي ملاتړ یې کړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی