په ژوندی پڼه خپرونه
    د جاپانیانو په اند، څنګه د ښځو پام ځان ته راوګرځولای شو؟(ویډیو)

    د جاپانیانو په اند، څنګه د ښځو پام ځان ته راوګرځولای شو؟(ویډیو)

    © AP Photo/ Shizuo Kambayashi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 118310

    د جاپان په اوساکا ښار کې د Hirakata په نوم د سیل او دمې لپاره په پارک کې د مشتریانو لپاره یوه لنډ مهاله چوپړتیا چې له مخې یې ځوان کولای شي «بد خلک» وځپي او د خپلې محبوبې پاملرنه ځان ته راوګرځوي، د لاس رسۍ وړ ده.

    په دې لوبه کې اداکاران رول لوبوي. د سناریو له مخې؛ لومړی به هغوی به مشتري ته یو څه نامناسبه او بدې خبرې وکړي او له دې بیا وروسته خپل مشتري ځوان ته به ددې امکان ورکړي، چې د هغه لخوا په ښه او اغیزمنه توګه ووهل شي.هغه څوک چې دداسې چوپړتیا هیله لري، باید مخکې له دې چې پارک ته په چکر ولاړ شي یو څه وخت تمرین وکړي. ددې لپاره چې دا پېښه فلمونو کې پېښو ته ورته او اغیزمنه ښکاره شي، نو ددغو ښوونو په اوږدو کې به مشتري ته اړونده چارې ورزده شي. مشتریان کولای شي، یوازې د مای او جون په میاشت کې دغې چوپړتیا ته لاس رسۍ ولري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی