په ژوندی پڼه خپرونه
    ترکیې د امریکا متحده ایالاتو غوښتي، چې کردانو ته درنې وسلې ور نه کړي

    ترکیې د امریکا متحده ایالاتو غوښتي، چې کردانو ته درنې وسلې ور نه کړي

    © AP Photo/ Lefteris Pitarakis
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 82 0 0

    د ترکيې د لومړي وزير مرستيال نوریتین جان کیلي وايي، د امریکا پریکړه چې د سوریې کردانو ته د وسلو د ورکړې په هکله ده، د منلو وړ نه ده. په دې هکله خبر د رویترز آژانس ورکړی دی.

    یاد سیاستوال د هابر ټلویزیوني کانال سره د خپلې مرکې پر مهال وویل: "موږ په ټلواله کې د هغو تروریستي سازمانونو شتون سره، چې په راتلونکې کې د ترکیې دولت ته په ګواښ بدلیدلای شي، مواققه نشو کولای.مونږ هیله لرو چې امریکا به په خپلې دغې پریکړې بیا کتنه وکړي".

     د امریکا د پریکړې په هکله چې له مخې به یې په سوریه کې په جګړو کې ښکیلو ملیشه ځواکونو ته چې په زرګونو تنه کردان په کې شامل دي، وسلې ورکړي، د جان کیلي څرګندونې د ترکي لوري لومړنی رسمي غبرګون وو. د ترکیې په باور، دغه ملیشه ځواکونه د کردستان د کارګر ګوند، چې په هیواد کې د یو تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوي، یوه  برخه ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی