په ژوندی پڼه خپرونه
    د Sputnik آژانس د سکاتلنډ پارلمان ته په پروپاګنډ د تورونو له کبله مراجعه کړې

    د Sputnik آژانس د سکاتلنډ پارلمان ته په پروپاګنډ د تورونو له کبله مراجعه کړې

    © Sputnik/ Alexander Smotrov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8 0 0

    د Sputnik آژانس د سکاتلنډ پارلمان څخه هیله کړې چی د روسیې په هکله د ګډ ګوندي ګروپ پریکړه په دې هکله توضیح کړي چی آژانس ته دې د « شفاهي وسیله: د روسیې معاصر پروپاګنډ» تر عنوان لاندې مراسمو کی د برخې اخیستو اجازه ورنه کړی شي.

    ویل شوي چی د دې مراسمو یوه موضوع په ادینبورګ کی د Sputnik UK د کار په مسالې اړه درلوده.
    د «ریانووستي» آژانس د Sputnik UK د مسوول مدیر نیکولای ګارشکوف له قوله خبر ورکړی:«د سکاتلنډ د پارلمان بنسټ علنیت او د مختلفو نظراتو څیړل تشکیلوي. دا حتی د ودانۍ په سختمان کی منعکسه شوې ده. Sputnik ته په داسې مراسمو کی د ګډون د حق نه ورکول چی مستقیماً په هغه اړه لري، دا لاډیر غصه راپاروونکې او دوه مخي ده».
    د هغه په وینا، داسې عملونه د مطبوعاتو آزادی ته د سازمانوونکو د وفاداری په هکله لازیات شک راپیدا کوي.
    د آژانس په غوښتنلیک کی همدارنګه ویل شوي چی « په پروپاګنډ تورونه عادلانه نه دي، هیڅ ډول بنسټ نه لري او د داسې معتبر سازمان، لکه د سکاتلنډ د پارلمان د ګډ ګوندي ګروپ لپاره ناشایسته شمیرل کیږي».
    دمخه د Sputnik UK ژورنالیستانو ډیرځله د دیالوګ د پیلولو د پارلماني ګروپ غړو ته د Sputnik د مسوول مدیریت د فعالیت په هکله د معلوماتو د ورکولوهڅی کړې وې. خو له بحثونو سره د یوځای کیدو ټولې هڅې یا نادیده نیول شوې وې یا رد شوې وې.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی