په ژوندی پڼه خپرونه
    د لاتویا د استخباراتي ادارې د مشر نه چا سولګر پټ کړی دی

    د لاتویا د استخباراتي ادارې د مشر نه چا سولګر پټ کړی دی

    © Fotolia/ Kristina Afanasyeva
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 14901

    د لاتویا د اساسي قانون د دفاع د چارو (د استخباراتي) ادارې د مشر د یانس مایزیتیس کور نه چا غلا کړې ده، د قالینو او نورو شیانو سر بېره د هغه د کور نه د هغه سولګر هم پټ شوی دی.

    د پولیسو د قوماندان د اینس کویزیس په وینا؛ د ګرځنده سولګر سربېره ځینې نور قیمتي شیان هم غلا شوي دي. یاد چارواکي په دې هکله  د پلټنو په ترڅ کې د اټکلونو په هکله څه ونه ویل. په دې تړاو چې د غلا پر مهال یانس مایزیتیس په خپل کور کې وو او که نه ، څه ویل شوي نه دي.

    د اساسي قانون ددفاع د چارو د ادارې استازې ایویتا ماورې ددې خبر پخلی کړی، چې د اساسي قانون د دفاع د چارو (د استخباراتي) ادارې د مشر سولګر غلا شوی دی. خو څرګنده کړې ده، چې محرم اسناد په کې ساتل شوي نه وو. «دا د هغه شخصي سولګر وو، داسې ناندریو ته چې ګواګې په دغه سولګر کې محرم اسناد وو، لامل نشته».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی