په ژوندی پڼه خپرونه
    اردوغان نیت لري شخصاً ترامپ ته د کوردانو په اړوند د امریکا د فعالیتونو اشتباه توضیح کړي

    اردوغان نیت لري شخصاً ترامپ ته د کوردانو په اړوند د امریکا د فعالیتونو اشتباه توضیح کړي

    © AFP 2017/ Turkish Presidential Press Office
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 57 0 0

    د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان د سوریې کوردانو ته د وسلو د استولو په هکله د ترامپ په پریکړه انتقاد کړی. هغه دا اقدام اشتباه بللې او هیله یې څرګنده کړې چی هغه به ژر اصلاح کړی شي.

    اردوږغان وویل:«موږ غواړو باور وکړو چی زموږ امریکايي متحدان به زموږ سره د پاته کیدو لاره غوره کړي، نه له تروریستي سازمان سره. زه شخصاً هڅه کوم زموږ دریځ او په دې هکله توضیحات دونالد ترامپ ته په واشنګټن کی د مې د ۱۶ نیټې په کتنه کی ورسوم».
    دونالد ترامپ د کوردانو وسله والو ډلو ته د وسلو د استولو په هکله پلان تصویب کړی. تر اوسه د امریکا ادارې د وسلو د استولو نیټه او د دغه پلان تفصیلات نه دي ذکر کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی