په ژوندی پڼه خپرونه
    د پوتین او ترامپ د کتنې نیټه او ځای نومول شوی دي

    د پوتین او ترامپ د کتنې نیټه او ځای نومول شوی دي

    © AP Photo/ Alexander Zemlianichenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 41 0 0

    ولادیمیر پوتین او دونالد ترامپ په جولای کی په هامبورګ کی سره ګوري.

    په دې هکله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لوروف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس تیلیرسون او جمهور رییس دونالد ترامپ سره تر کتنې وروسته اعلان وکړ.
    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل:«جمهورو رییسانو، کله چی څه موده مخکې یې تیلفوني خبرې وکړې، همغه وخت تایید کړه چی د G20 په څنډه کی به د جولای په لومړی لسیزه کی سره وګوري. او نن موږ له ریکس تیلیرسون سره په دې هکله خبرې وکړې چی موږ به څه رنګه د اجندا د ټکو په هکله، د سوریې په باره کی او د نورو مسالو په هکله — په دې منظور، پرمخ لاړ شو، ترڅو موږ دې کتنې ته کومې — د اټکل وړ او محسوسې نتیجې، تیارې کړو».
    لوروف زیاته کړه:« په هرصورت به هغوی د جولای په میاشت کی سره وګوري».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی