په ژوندی پڼه خپرونه
    دوایین جانسون د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته د کاندیدو پریکړه کړې

    دوایین جانسون د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته د کاندیدو پریکړه کړې

    © AFP 2017/ Chris Delmas
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 329 0 0

    د هالیوود هنرمند دوایین «صخره» جانسون د امریکا د جمهوري ریاست په خاطر مبارزو کی د خپل ګډون د «واقعي امکان» په هکله اعلان کړی.

    هغه د GQ مجلې سره په مرکه کی د دې پوښتنې په ځواب کی چی آیا هغه کولی شي له خپل هنري کار نه لاس واخلي، ترڅو جمهوري ریاست ته ځان نوماند کړي، وویل:«زه فکر کوم، واقعي امکان شته».
    نوموړي وویل:«که چیرې زه جمهور رییس وای، نو انډول به مهم وو. رهبري به مهمه وه. د ټولو په خاطر د مسوولیت قبول (به مهم وو). او که چیرې زه له دې سره موافق نه وم چی کوم څوک څه وایي، ما به د هغه خوله نه وه تړلې».
    جانسون همدارنګه وویل چی هغه « د اوسني جمهور رییس دونالد ترامپ د مهاجرت سیاست «کاملاً نه مني» او پر هغو باور نه لري.
    هنرمن وايي:«زه پر دې باور لرم چی زموږ امنیت — دا هسته ده، خو زه پر پناه وړونکو پرممنوعیت باور نه لرم. زه په وحدت باور لرم. زموږ هیواد پر دې بنسټ ودان شوی او له همدې برکته هغه پیاوړی کیږي. او دا پریکړه ډیره عجولانه ده».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی