په ژوندی پڼه خپرونه
    سي آی اې شمالي کوریا په نښه کړې دهسي آی اې شمالي کوریا په نښه کړې ده

    سي آی اې شمالي کوریا په نښه کړې ده

    © AP Photo/ Carolyn Kaster © AP Photo/ Manuel Balce Ceneta
    1 / 2
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 93901

    د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي آی اې) په جنوبي کوریا کې د شمالي کوریا له لوري د اټمي او توغندیزو بریدونو د ګواښونو مخنیوي په موخه ځانګړې مرکز جوړ کړی دی.

    د امریکا د استخباراتي ادارو، د مرکز د معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې د یاد مرکز ددندو په منځ کې —په بشپړه توګه د سي ای اې د سرچينو د وړتياوو او د شمالي کوریا له لوري د اتومي او د بالیستیکي توغندیو د ګواښونو سره مخنیوی دی.

    د سي آی اې مشر مایکل پمپیو ټینګار وکړ:"په کوریا کې د مرکز په رامنځته کولو سره به موږ وکولای شو، د امریکا د متحده ایالاتو او متحدينو ته یې د شمالي کوریا له لوري د جدي ګواښونو د مخنیوي په موخه د سي آی اې هڅو ته لور ورکړو او پاملرنه راوګرځوو".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی