په ژوندی پڼه خپرونه
    د ترکیې او جرمني ترمنځ نوی دیپلوماتیک جنجال

    د ترکیې او جرمني ترمنځ نوی دیپلوماتیک جنجال

    © AFP 2017/ Adem Altan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 123 0 0

    ترکیه یو شمیر ترکي پوځيانو ته چی انقره یې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ نیټې د کودتا په هڅه کی دخیل بولي، د سیاسي پناه ورکولو په هکله د جرمني د چارواکو پریکړه پر دوه اړخیزو اړیکو ګوزار ګڼي.

    دا ټکۍ د جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت په خپره شوې اعلامیه کی ذکر شوی.
    په اعلامیه کی ویل شوی:«موږ له دې اندیښمن یو چی جرمني ځینې پخوانیو پوځیانو ته چی د فیتو (د فتح الله ګیولین پلویان) له سازمان سره اړیکې لري او کومو چی د جولای په ۱۵ نیټه د کودتا هڅه کړې وه، د سیاسي پناه ورکولو پریکړه کړې. په فیتو کی د هغوی د دخالت په هکله ټول ثبوتونه شته او په دې اقدام جرمني زموږ د هیوادونو ترمنځ ډیراړخیزې اړیکې ویجاړوي او دا کار له اتحادي روحیې سره سمون نه لري».
    د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه اشاره کړې چی د آلمان فدرالي جمهوریت «پر دموکراتیکو ارزښتونو سترګې پټې کړې، د شورش روحیه یې ښودلې او شورشیانو ته یې غیږ پرانیستې ده».
    وزارت ویلي:«موږ انتظار باسو چی د آلمان فدرالي جمهوریت به پرخپله پریکړه نوی غور وکړي او د تروریستي سازمانونو، له هغې جملې له فیتو، سره به د ټولې نړۍ په مبارزه کی لازمه مرسته وکړي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی