په ژوندی پڼه خپرونه
    د پنځو میلیونو اروپاییانو کورونه د ډوبیدو له خطر سره مخامخ دي

    د پنځو میلیونو اروپاییانو کورونه د ډوبیدو له خطر سره مخامخ دي

    © AFP 2017/ Brendan Smialowski
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 33420

    د شمالي او بالتیک سمندرګیو پر غاړه پراته هېوادونه باید همدا نن راتلونکی بدلونونو ته ځانونه چمتو کړي.

    د پوهانو په اټکل په نړۍ کې د اقلیم تودېدل به د سلو کالونو په اوږدو کې په اروپا کې ډېرې بحراني پایلې راپیدا کړي — د پینځو میلیونو وګړو کورونه به تر اوبو لاندې شي. دا هغه پایله ده، چې د اروپایي کمیسیون د ګډ څیړنیز مرکز کارپوهانو د خپلو څېړنو په نتېجه کې تر لاسه کړې ده. پوهانو د خپلو څېړنو په ترڅ کې د سمندر د اوبو د کچ د لوړېدا، د سمندر غاړو ته د اوبو د څپو د تګ راتګ او د څپو د توپاني کېدا په څیر د اقلیمي عواملو بدلونونه ان تر ۲۱۰۰ کال پورې څېړلي او شنلي دي.
    ډوبېدونکی لوېدیځ

    د اقلیمپوهانو په اند، په نړۍ کې د هوا تودېدل به د سمندرونو د اوبو د مخ د زیاتې لوړېدا لامل شي او د اروپا د لویې وچې د سمندري غاړو د یوې برخې د ډوبېدا خطر به راپیدا کړي. د یاد څېړنیز مرکز په خپاره شوي رپوټ کې ویل کیږي: «د روانې پېړۍ تر پای پورې به، د پېړۍ د سختو سیلابونو په ترڅ کې په سمندر کې د اوبو کچ، په منځنۍ توګه د ۵۷-۸۱ سانتي مترو په اندازه لوړ وي».
    د څېړنیز مرکز کارپوهان د پېړۍ سخت سیلابونه، د بړاس زېږوونکي ګازونو د اغېز په څنګ کې، د نړیوال اقلیم د تودېدا یو اساسي عامل ګڼي. دغه ډول سخت سیلابونه په سلو کالونو کې یوځل راځي، خو اقلیمپوهان داسې ګڼي، چې که چېرې نړیواله ټولنه اړین ګاکونه پورته نه کړي، نو دغه ډول سخت سیلابونه به په اروپا کې هر کال راوزي.
    د اروپایي کمیسیون د څېړنیز مرکز پوهان وایي: «د هوا د تودښت د لوړو درجو په ترڅ کې، د روانې پېړۍ تر پای پورې هغه پینځه میلیونه اروپایان، چې په سلو کالونو کې یو ځل د سختو سیلابونو د راوتلو له ګواښ سره همدا نن مخامخ دي، سبا به هر کال له همدغه ډول خطر سره مخامخ وي».
    په روسیه او هالنډ کې به هرڅه ښه وي
    د هواپوهنې او اقلیمپوهنې دیپارتمنت مشر الکساندر کیسلوف داسې ګڼي، چې د شمالي او بالتیک سمندرګیو پر غاړه پراته هېوادونه باید همدا نن یادو بدلونونو ته ځانونه چمتو کړي.
    کارپوه زیاتوي: «د ډوبېدا ګواښ نه یوازې د نړیوال اقلیم له تودېدا سره تړلی، بلکې د سمندر د اوبو د کچ له لوړېدا، چې بادونه یې راپیدا کوي او تر اوبو لاندې بهیرونو سره هم تړاو لري. هغه هېوادونه چې سمندري غاړې یې هوارې پلنې دي، لکه هالنډ، ناروي، ډنمارک او همدارنګه د بالتیک سیمه — له زیاتو ګواښونو سره مخامخ دي».
    کارپوه الکساندر کیسلوف په دې باور دی، چې ډېری اروپایي هېوادونه له تخنیکي اړخه د اقلیمي بدلونونو په وړاندې نه دي چمتو. نو ځکه هلته د وچې د ډوبېدا ګواښ شته.
    الکساندر کیسلوف زیاته کړه: «د شمالي اروپا ډېری بندري ودانۍ د سمندر د اوبو د اوسمهالیز کچ په پام کې نېولو سره جوړې شوي دي، خو که چېرې د اوبو د مخ دغه کچ لږ تر لږه د ۲۰ سانتي مترو په اندازه هم لوړ شي، نو سمندري توپاني څپې کولای شي چې سیلابونه راپیدا کړي او ځمکې لاندې کړي».
    نن هالنډ په ټوله نړۍ کې یوازېنی هېواد دی، چې د سمندر د اوبو د کچ لوړېدا او ټېټیدا یې تر پرله پسې څارنې لاندې نېولې ده. نو ځکه هالنډ کولای شي، چې د طبیعي ناتارونو مخنېوی وکړي.
    کارپوه الکساندر کیسلوف زیاتوي: «هالنډ د سمندر د اوبو د مخ تر کچ ټیټ پروت دی، پیاوړو سیندونو — راین، مآس او شېلډ محاصره کړی. د هالنډ حکومت د اوبو د بهیرونو د کنټرولولو لپاره د سمندري غاړو په اوږدو کې د ورخونو بې ساری سیستم جوړ کړی او دغه ورخونه د کمپیوټرونو په مرسته کنټرولیږي».
    همدغه ډول ورخونه په سانکت — پیتر بورګ کې هم جوړ شوي دي. نو ځکه ویلای شو، چې د روسیې د سمندري غاړو په وړاندې هم، د ډوبېدا ګواښ نشته.
    د اقلیمي بدلونونو اغېز همدا اوس ځان ښیي
    زموږ سیاره — ځمکه، همدا اوس د اقلیمي بدلونونو د پایلو له اغېز سره مخامخ شوې. د ساري په توګه، په ۲۰۱۶ کال کې په پاریس او پاریس ته په ورڅېرمه پرتو سیمو کې ډېر سخت سیلابونه راووتل، له ۱۹۸۲ کال راهیسې، دومره سخت سیلابونه نه وو لېدل شوي. په سین سیند کې د اوبو د مخ کچ ۶،۵ مترو ته لوړ شوی وو.
    د یادولو وړ ده، چې د نړیوال اقلیم د تودېدا په تړاو بحثونه څو لسیزې پخوا راپورته شوي او د دغې تودېدا اساسي لامل اتموسفیر ته د بړاس زېږوونکو ګازونو — کاربن ډای اکسایډ (СО2)، مېتان، ازون او د اوبو بړاس، غورځول ګڼل شوي.
    دغه ګازونه د اتموسفیر په ټیټ پَټ کې راغونډیږي او د ځمکې له مخ نه راپورته کېدونکي حرارتي وړانګې، له دغه پَټ نه تېردو ته، نه پرېږدي. په نتېجه کې بړاسي اغېز راپیدا کیږي او د ځمکې د سیارې د هوا تودوخه لوړوي.
    خو کارپوهان په دې باور دي، چې نور عوامل هم پر اقلیمي بدلونونو اغېز لري.
    د روسیې د پارلمان د ولسي جرګې د طبیعي زېرمو، طبیعت کارونې او د چاپېریال ساتنې د چارو د کمېټې د کارپوهانو د شورا غړي، د طبیعي چاپېریال د ساتنې کارپوه پاول سوخونین له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې وویل: «۳۵ کاله پخوا، هغه وخت چې د نړیوال اقلیم تودېدل اعلان شول، د دغې تودېدا اساسي لامل بړاس زېږوونکي ګازونه ګڼل کېدل. خو هغه مهال دغه درې نور عوامل په پام کې ونه نېول شول: الکترومقناطیسي دوړې، د اوبو د مخ ایکالوژیکي ککړتیا او د بريښنا لېږدمزي».
    د طبیعي چاپېریال ساتنې د چارو کارپوه دا هم وویل، چې د سمندر په خځلو ککړې شوې برخې له اتموسفیر نه، اکسیجن جذبوي او په دې ډول د کاربن ډای اکسایډ د ګاز کچ لوړوي. په ارام سمندر کې د خځلو دوه ډېر ستر او پراخ سمندرګي شته.
    د بریښنا لېږد مزي داسې یوني ډال جوړوي، چې د هوایي کتلو د تللو مخنېوی کوي. په نتېجه کې اورښت له عادي ځایونو لرې کیږي او دغه کار په خپل وار د سیندونو پر وچېدا تمامیږي.
    دا هم د یادولو وړ ده، چې الکترومقناطیسي دوړې — دا د ځمکې د سیارې د ټول انرژیتیک سیستم د کار پایله ده، چې اضافي بریښنایي خوځاند ځواک راپیدا کوي. د فیزیک د قوانینو له مخې ځمکه باید د همدغه ځواک تر اغېز لاندې ګړندۍ وچورلیږي، خو د الکترو مقناطیسي دوړو د کتلې زیاتوالی د دغه کار مخنېوی کوي. او دا په خپل وار د هوا د تودوخې درجه نوره هم لوړوي.
    ساړه وختونه به هم بلاخره راشي
    سره له دې چې ډېری اقلیمپوهان پر دې باور دي، چې د نړیوال اقلیم تودېدل حتمي دي، خو بیا هم د دغه نظر بیخي متضاد نظر هم شته.
    د ساري په توګه، د برتانوي پوهانو په اند، ان ۱۰-۱۵ کاله وروسته د دې احتمال شته، چې په ځمکه کې د اقلیم سړېدل پیل شي. څېړونکو دغه پایلې د هغو بهیرونو د ریاضي موډل په مرسته ترلاسه کړي، چې همدا اوس په لمرسترګه کې روان دي.
    د برتانوي څېړونکو په اند، په نېږدې وخت کې به په لمر کې اوسنی فعالتوب ډېر راولوېږي. ویل کیږي، چې په ۱۶ — ۱۷ —مو پېړیو کې هم، ورته بهیرونه راغلي وو.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی