په ژوندی پڼه خپرونه
    د انګلستان لومړې وزیرې ژمنه وکړه، چې په چيچنيا کې به همجنس بازانو سره مرسته وکړي

    د انګلستان لومړې وزیرې ژمنه وکړه، چې په چيچنيا کې به همجنس بازانو سره مرسته وکړي

    © REUTERS/ Eric Vidal
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 126612

    د انګلستان لومړې وزیرې تیریزې مې ویلي، چې لندن په چيچنيا کې د همجنس بازانو تولنې سره د مرستې تر سره کولو چارې څيړي. په دې هکله خبر د The Independent رسنۍ ورکړی دی.

    د انګلستان لومړې وزیرې وویل؛ چې په مسکو کې د انګلستان سفارت په چيچنيا کې د همجنسبازانو د څارنې په تړاو د رسنيو د خبرونو له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.

    د هغې په وینا؛«په دې برخه کې په چیچنیا کې ددغې ټولنې د استازو ملاتړ په موخه به زر تر زره ګامونه پورته شي». او زیاته یې کړه، چې د جنسي اړیکو له کبله د خلکو پر وړاندې هر ډول تبعیض د منلو وړ نه دی.

    په همدې ډول خبر ورکړ شوی، چې د جرمني مشرۍ انګیلا مرکل د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین غږ کړی، چې په چیچنیا کې د جنسي لږګکیو د حقوقو ساتنې ته پاملرنه وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی