په ژوندی پڼه خپرونه
    د زړښت پر ضد مبارزه کې ستر پرمختګ ترلاسه شوی

    د زړښت پر ضد مبارزه کې ستر پرمختګ ترلاسه شوی

    © Photo/ Maksim Skulachyov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 40 0 0

    د سویډون او روسیې پوهانو د زړښت ضد درمل د جوړولو لپاره ګډې څېړنې سرته رسولي دي.

    اړونده ازمایښتونه د جن بدلو موږکانو په مرسته کېدل. اوس د همدغو څېړنو پر بنسټ د زړښت د مخنېوۍ او ځنډولو نوی درمل جوړیږي.
    د سویډن او روسیې پوهانو د زړښت پر ضد د مبارزې په ساحه کې ډېر ستر پرمختګ کړی دی، اړونده ازمایښتونه یې پر موږ کانو سرته رسولي دي. دغه علمي څېړنې د ژونکو لپاره د انرژۍ زېږولو پر سټېشنونو کېدل. په دې معنا چې میتوکندریون نومې جوړښتونه، چې د ژونکو په دننه کې ټوله انرژي زېږوي، تر څېړنو لاندې نېول شوي وو. خو میتوکندریون نومې جوړښنونه ځينې نور محصولات هم تولیدوي، لکه ازاد رادیکالونه او د اکسیجن ریااکتیفي مرکبات. او دا هغه محصولات دي د زړښت په بهیر کې ډېر مهم رول لوبوي.
    د هغه زیان، چې د اکسیجن ریاکتیفي مرکبات یې رسوی، مخنېوی د انتي اوکسایډونو په مرسته شونی دی او په یاده علمي څېړنه کې SkQ1 نومې مصنوعي انتي اوکسایډ کارول شوی، چې یوازې پر میتوکندریون اغېز کوي.
    د ازمایښتونو پایلو وښودل، چې له څښاک اوبو سره یوځای شوی SkQ1 انتي اوکسایډ د موږکانو د زړښت د فیزیکي نښونښانو راڅرګندېدل دروي.
    سویډني پوهانو په خپلو علمي څېړنو کې داسې موږکان کارولي، چې د دوی د زړښت د بهیر د ګړندي کولو په موخه تر جینیتیکي اغېز لاندې نېول شوي وو. دغه موږکان تر یو کال لږ ژوند کوي، چې د عادي موږ کانو پرتله، چې تقریبا دوه کاله ژوند لري، تر دوو ځلو هم لنډ ژوند کوي. د دغو موږکانو د زړښت نښې نښانې دا دي: وزن یې کمیږي، د بدن د تودوخې درجه یې ټیټه وي، پوستکی یې ډېر نری وي د مږو ایستروجني دوران ډېر په ورو وي، د ژوند یوازې پر سلمه ورځ راپیدا کیږي.
    په هغو موږکانو کې، چې د څښاک په اوبو کې یې ډېر لږ SkQ1 انتي اوکسایډ ورګډ شوي وو، د زړښت دغه نښې نښانې ډېرې په ورو شوې او یا بیخي نه راپیدا کېدې.
    د دغو څېړنو یو برخه وال ولادیمیر سکولاچیوف، چې SkQ1 مولیکول هم ده بېل کړی، له رسنیو سره په مرکه کې داسې وایي: «دغه علمي څېړنه هم له نظري اړخه ډېره مهمه ده او هم له عملي اړخه. دغه څېړنه له یوې خوا د تي لرونکو ژویو د بدن په زړښت کې د اکسیجن د فعالو ډولونو، چې میتوکندریونونه یې زېږوي، کیلییز رول ښیي. او له بلې خوا، په انتي اوکسایډونو د زړښت د درملنې لاره پرانیزي. او دغه انتي اوکسایډونه یوازې پر میتوکندریونونو اغېز کوي».
    د دغو څېړنو په لړ کې بل ګام به د SkQ1 پر بنسټ د وګړو لپاره د درمل جوړول وي. د دغه درمل کلینیکي څېړنې به ډېرې ګړندۍ سرته ورسول شي. که چېرې پایلې یې مثبتې او اغېزمنې وي، نو دوه-درې کاله وروسته به دغه درمل بازار ته وړاندې شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی