په ژوندی پڼه خپرونه
    جرمني په افغانستان کی د پوځي ماموریت د پراخولو مشخص پلانونه نه لري

    جرمني په افغانستان کی د پوځي ماموریت د پراخولو مشخص پلانونه نه لري

    © REUTERS/ Hannibal Hanschke
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3910

    جرمني په افغانستان کی د پوځي ماموریت د پراخولو مشخص پلانونه نه لري، برلین باید لومړی دا کار ونه کړي، دا ټکۍ د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکیل د پنجشنبې په ورځ د جرمني په پلازمینه کی د ناتو د عمومي منشي یینس ستولتینبیرګ سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کی څرګند کړ.

    میرکیل وویل:«زه فکر نه کوم چی موږ د هغو په لومړی لیکو کی قرار لرو، څوک چی باید هلته خپل ظرفیتونه زیات کړي». هغې زیاته کړه چی په دې اړوند «زه تراوسه مشخص پلانونه نه لرم». میرکیل وویل:«جرمني په افغانستان کی د ماموریت د دوام لپاره زیاتې هلې ځلې کړې، موږ ویلي چی په شمال کی د مخکښ رول پرغاړه اخیستو ته تیار یو، موږ د تقریباً ۲۰ دولتونو کار چی هلته فعال دي، انسجاموو». هغې تدقیق کړه چی ترټولو لومړی دنده د هیواد «په شمال کی د ثبات ساتنه» ګڼي.
    دمخه د جرمني حکومت په افغانستان کی د بوندیسیویر ماموریت د ۲۰۱۷ کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې اوږد کړی وو.
    د جرمني پوځیانو قطعات د ۹۸۰ کسو په ترکیب په افغانستان کی د ناتو د Resolute Support ماموریت په چوکاټ کی کار ته دوام ورکوي، د هغوی په دندو کی افغان پوځیانو او پولیسو ته مشورې ورکول او د هغوی روزل شامل دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی