په ژوندی پڼه خپرونه
    کېدای شو چې د امریکا د ولسمشر الوتکه د الوتنې پر مهال چاودېدلې وای

    کېدای شو چې د امریکا د ولسمشر الوتکه د الوتنې پر مهال چاودېدلې وای

    © Photo/ Tataquax
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 123512

    د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر VC-25 ډوله الوتکې ته د تخنیکي چارو د اصولو نه د سرغړونو له کبله تر۴ میلیونو ډالرو ډیر زیان وررسېدلی دی. د CNN ټلویزیوني کانال د خبر له مخې، ددغو سرغړونو په پایله کېدای شو، چې الوتکې اور اخیستی وای او یا هم چاودېدلې وای.

    په دې هکله د CNN ټلویزیوني کانال د خبر له مخې، د فدرالي چارواکو، چې د ۳۰۱۶ ز- ل کال د اپریل د ۱ نېټې نه تر۱۰ مې نېټې پورې د تیکزاس په ایالت کې د Boeing سان انتونیو په شرکت کې ددغو سرغړونو د څیړنو راپور جوړ کړی، څرګنده شوې، چې اینجینرانو د ولسمشر د الوتکې د اکسیجن اړونده تجهیزات ککړ کړي وو. هغوی داسې تخنیکې وسېلې کارولې دي، چې په اړینه توګه پاکې نه وې. د CNN ټلویزیوني کانال د خبر له مخې، ددغو چارو تر سره کېدو لپاره خپل اصول شته، چې د اکسیجن سره د ځینو توکو د یو ځای کېدو په پایله کې د اور د لکېدو ګواښ را منځ ته کوي.

    فدرالي چارواکو وروسته له هغې په دې تړاو څېړنې پیل کړې، چې د Boeing شرکت د اینجینرانو د ډلې یو غړي ددغو سرغړونو په هکله خپلې مشر تابه ته خبر ورکړی وو.

    د امریکا ولسمشر په VC-25 — Boeing-747 ډوله الوتکه کې الوتنه کوي. د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر لپاره د نوې الوتکې د جوړولو حق د Boeing شرکت تر لاسه کړی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی