په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا سنا مجلس ته د استخباراتو راپور: په افغانستان کې حالات مخ پر خرابېدو دي

    د امریکا سنا مجلس ته د استخباراتو راپور: په افغانستان کې حالات مخ پر خرابېدو دي

    © Photo/ Ttarasiuk
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 171 0 0

    د امریکا د ملي استخباراتو مشر دین کوتس په روان کال کې په افغانستان کې د حالاتو په هکله اندیښمن دی.

    نوموړي د امریکا سنا مجلس د استخباراتو په کمېټه کې د خپلې وینا پر مهال وویل:« د امریکا او متحدینو لخوا د پوځي مرستو ډیریدو سره سره ښايي په افغانستان کې سیاسي او د امنیت په برخه کې حالات تر ۲۰۱۸ ز- ل کال پورې خراب شي».

    نوموړي څرګنده کړه، چې «طالبان»، «ښايي په کرهنیزو سیمو کې د بریالیتوبونو تر لاسه کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د افغان ځواکونو عمل د «طالبانو» د کړنو، د وسله وال پوځ په لیکو کې د قربانیانو، د تېښتې او د ضعیفه مشرتابه له کبله کمزوری شي».

    د پوځي استخباراتو د چارو مشر جنرال وینسینت ستیوارت د دین کوتس د څرګندونو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې حالات په افغانستان کې د وړاندوینې وړ نه دي، کېدای شي، د ناټو ځواکونه په افغانستان کې په تیرو ۱۶ کلونو کې خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

    یاد جنرال په دې هکله وویل:«سره له دې چې مونږ یو څه لاسته راوړنې لرو، خو حالات مخ په خرابېدو دي، او مونږ هغه څه چې په تیرو ۱۶ کلونو کې تر لاسه کړې دي، له لاسه ورکوو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی