په ژوندی پڼه خپرونه
    NBC: د روسیې جټ الوتکه د امریکا د سمندري ځواکونو الوتکې نه اووه متره نژدې شوې وه

    NBC: د روسیې جټ الوتکه د امریکا د سمندري ځواکونو الوتکې نه اووه متره نژدې شوې وه

    © Sputnik/ Igor Russak
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 157701

    د NBCټلویزیوني کانال خبر ورکړی، چې د می د میاشتې په ۹ نېټه په تور سمندرګي کې د روسیې جټ su-27 ډوله الوتکه د امریکا د کشفP-8A Poseidon ډوله الوتکې ته چې په نړیوال هوايي چاپیریال کې دنده ترسره کوله، اوه متره نژدې شوې وه. په ورته وخت کې د Poseidon د الوتکې قوماندان یادونه وکړه، چې د الوتکو تر منځ متقابل عمل مسلکي او بې له کوم ګواښ وو.

    «سپوتنيک» یادونه کوي، چې په دې هکله خبر یاد کانال د امریکا د متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو د استازې پاميلا کونڅ په حواله ورکړی دی. هغې په همدې ډول وویل؛ د متقابل عمل ګواښ نه یوازې واټن چې د الوتکو تر منځ موجود دي، را منځ ته کولای شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی