په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکا پر دریو پاکستاني وګړو او یوه شرکت بندیزونه لګولي دي

    امریکا پر دریو پاکستاني وګړو او یوه شرکت بندیزونه لګولي دي

    © Fotolia/ Andrey Burmakin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 212 0 0

    د امریکا حکومت پریکړه کړې، چې د پاکستان پر دریو وګړو او یوه شرکت د بېلابېلو تروریستي ډلو د ملاتړ له کبله بندیزونه ولګوي. په دې هکله خبر د امریکا د مالیې د چارو وزارت رسنیز دفتر ورکړی دی.

    د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه تور نوملړ کې د حیات الله غلام محمد، علي محمد ابو توراب، عنایت الرحمن او د WDO په نوم ټولنه چې د خیریه موسسې په توګه فعالیت کوي، نومونه په سترګو کېږي، خو د امریکایي چارواکو په اند په اصل کې یاده ټولنه چې په سیمه کې په لومړي ګام کې په افغانستان کې اسلامیستانو ته پېسې لېږدوي، تر بندیز لاندې راغلي دي. د واشنګټن ددغو بندیزو له مخې، امریکایان او امریکايي شرکتونه نه شي کولای، دغو خلکو او شرکت سره کومې چارې تر سره کړي. په همدې ډول که په امریکا کې ددوی بانکي حسابونه موجود وی، نو هغه هم ددغو بندیزونو تر اغیز لاندې راخي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی